د لاس رسي وړ اتصالات

سپوږمۍ میوندي وفات شوه


د امریکاغږ پخوانۍ خبریاله، سپوږمۍ میوندي چې ۳۰ کاله یې ددغې رسنۍ له لارې د افغانستان خلک د ورځنیو پيښو څخه خبرول، د ۶۸ کالونو په عمر وفات شوه.

د افغانستان ولسمشر، محمد اشرف غني د یو پیغام په خپرولو سره د آغلې میوندۍ وفات، د خبر رسولو په لړ کې د هغې له کارکردګۍ څخه قدرداني کړې او د سپوژمۍ میوندي د کورنیو له غړیو او ملګرو سره یې خپله همدردي ښودلې ده.

د شوروي اتحاد په لاس د افغانستان د اشغال وروسته، میرمن میوندۍ له خپلو دوو بچیانو سره لومړۍ پاکستان ته کډه وکړه او ورپسې د امریکا متحده ایالاتو ته راغله.

میرمن میوندۍ په کال ۱۹۸۲ کې د امریکا غږ د پښتو څانګې د بنسټ ایښودونکې په توګه په کار پیل وکړ. هغه یو څه موده وروسته د پښتو برخې مشره وټاکل شوه او په کال ۲۰۱۴ کې یې تقاعد وکړ. هغه له تقاعد وړاندې د څو کلونو لپاره د امریکاغږ د جنوبي اسیا د څانګې مشره هم پاتې شوې وه.

په افغانستان کې د کورنۍ جګړې او د طالبانو د رژیم پر مهال، امریکا غږ د ګوتو په شمیر له هغو خبري رسنیو څخه و چې افغانان یې د ورځنیو پیښو څخه خبرول.

د ۲۰۱۱ کال د سپتمبر د ۱۱ نیټې څخه وروسته ښاغلی میوندۍ د طالبانو د ډلې مشر، ملا عمر سره مرکه کړې وه چې هماغه مرکه د یوې غربي رسنۍ سره د ملاعمر وروستۍ مرکه هم ګڼل کیږي.

د امریکا یوې دولتي رسنۍ لخوا د دغې مرکې نشریدل په داسې حال کې چې امریکا په طالبانو باندې د برید چمتووالی نیولو، پخپله د امریکاغږ استقلالیت په ډاګه کوي.

ښاغلې میوندۍ تل هڅه کوله چې افغان میرمنې په ژوند کې د خپلو عالي اهدافو لاسته راوړلو لپاره ګامونه پورته کړي او په ټولنه کې موثر رول ولوبوي.

هغې په ۲۰۱۴ کال کې د افغانو میرمنو په تاریخي مبارزې او د هغو سختو شرایطو په اړه لیکنه کړې وه په کومو کې چې دغه تاریخي مبارزه تر سره شوې ده.

XS
SM
MD
LG