د لاس رسي وړ اتصالات

ستانکزي د طالبانو په رسمیت نه پیژندلو په خاطر په نړۍ انتقاد وکړ


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد ستانکزي​ وایي د دوی حکومت د نړۍ سره دپلوماتیکو اړیکو درلودلو ته اړتیا لري، خو هغه د نړیوالې ټولنې له لورې د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پیژندلو سخت انتقاد وکړ.

شیرمحمد ستانکزي نن یکشنبه ډسمبر ۲۶ (مرغومې پنځمه) په کابل کې له اسلامي امارت څخه د افغان اهل تشیع د علماو د ملاتړ غونډې ته وویل چې «د خلکو د ۴۰ کلن جهاد د ارمانونو، اسلامي شریعت او ملي ګټو په بدل کې به د یو ویښته په اندازه هم له چا سره معامله ړنکړي.»

نړیواله ټولنه ټینګار کوي چې طالبان به تر هغه په رسمیت ونه پیژني تر څو چې ټول شموله حکومت یې نه وي جوړ کړی او ښځو او اقلیتونو ته په کې ونډه ورنکړي او د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی ونکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال همداشان وویل چې دوی اوس مهال له دوو لویو ستونزو سره مخ دی چې یوه یې قومي او بله یې له نړیوالې ټولنې سره تعامل دی.

ښاغلي ستانکزي وویل چې افغانان په تیرو څلورو لسیزو کې پر بېلابېلو برخو وېشل شوي او په وینا یې تر منځ یې واټن رامنځته شوی دی.

هغه وویل چې د افغانستان ولس په تېرو څلوېښتو کلونو کې «دښمن» پر ولایتونو او سمتونو وېشلی او په خبره یې هر چا د خپلو ګټو لپاره شمال د جنوب او جنوب د شمال په مقابل کې جنګولی او په کورنیو جګړو کې هم د پښتون، تاجک، هزاره او ازبک په نامه استفاده ورڅخه شوې ده.

د ستانکزي په وینا د یادې فضا او بې باوري له منځه وړل وخت غواړي چې په خبره یې څنګه کېدایشي دغه ستونزه هواره شي:"اوس دې ته اړتیاده چې دغه ملت څنګه راټول کړو او رامنځته شوې فاصله څنګه لمنځه یوسو."

هغه وویل چې د دې کار لپاره باید ټول افغانان لاسونه سره ورکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین همدارنګه وویل دوی د داخلي ستونزو د هواري ترڅنګ هڅه کوي د اقتصادي او سیاسي مسائلو د پر مخ وړلو لپاره نړیوالې ټولنې سره هم روابط ولري.

نوموړي زیاته کړه: "موږ مجبور یو چې بهرنۍ نړۍ سره هم روابط او ترتیب ولرو چې تر څو خپل اقتصاد، سیاست او نور مسائل له هغوی سره مخته یو سو. په یوازې سر ډيره ستونزمنه ده چې یو هیواد خپل ټولې ستونزې حل کړي. په عین وخت کې خپل داخلي ستونزه هم چې دښمن په تیرو ۴۰ کلونو کې زموږ په منځ کې اچولی دی هم حل کړو. په دې خاطر چې اوس مهال بې باوري زیاته ده."

ښاغلي ستانکزي وویل چې دوی له نړیوالې ټولنې سره دپلوماتیکو، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو ته ضرورت لري، خو په وینا یې ځیني هیوادونه د یاد کار په مقابل کې پر دوی شرایط وضعه کوي.

د نوموړي په وینا افغانانو په تیرو څلوېښتو کلونو کې د هیواد ګټو په خاطر قربانۍ ورکړي او په خبره یې د هیواد د ګټو په مقابل کې له هیچا سره سازش نکوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وویل چې طالبانو د امریکا متحده ایالاتو سره د سولې خبرو کې هم د هیواد ګټو ته لومړیتوب ورکړی دی.

هغه له امریکا متحده ایالاتو څخه وغوښتل چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونکړي او پرېږدي چې افغانان خپل هیواد خپله جوړ کړي.

پر افغانستان د طالبانو د حاکمیت د شااوخوا څلور میاشتو په تیرېدو سره لا هم د دوی حکومت د هیڅ یو هیواد لخوا په رسمیت پېژندلی نه دی، خو طالبان ټېنګار کوي چې باید حکومت یې په رسمیت وپېژندل شي.

XS
SM
MD
LG