د لاس رسي وړ اتصالات

ستانکزی: د افغانستان د شتمنیو کنګل پاتې کیدل پر خلکو اغیز کوي نه پر طالبانو


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي

د طالبالنو لوړپوړو مقاماتو نن د ډسمبر په ۱۸ (لیندۍ ۲۷) په افغانستان کې د مخ په زیاتیدونکي اقتصادي کړکیچ په وړاندې د مبارزې لپاره د نړیوالو مرستو غوښتنه وکړه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي په یو غونډه کې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې وه وویل چې د افغانستان د اقتصادي کړکیچ او د ډله ییزو مهاجرتونو څخه د ویرې مسولیت د امریکا متحده ایالاتو ته راجع کیږي؛ هغه هیواد چې د افغانستان د مرکزي بانک په میلیاردونو ډالر یې کنګل کړي دي.

د طالبانو دغه مقام د ملګرو ملتونو د مهاجرت د نړیوال سازمان مقاماتو ته په خطاب کې وویل چې د شتمنیو کنګل پاتې کیدل پر طالبالنو نه بلکې پر عامو خلکو اغیز کوي.

د ملګرو ملتونو ادارو اټکل کړی چې په میلیونونو افغانان به د ژمني په موسم کې بیړنیو مرستو ته اړتیا ولري؛ مرستې د طالبانو سره د نړۍ د هیوادونو د نه تعامل په وجه او تر یوه حده د ښځو او نجونو د حقونو او د ټول شموله حکومت د نه جوړیدو په وجه دریدلې دي.

عباس ستانکزي زیاته کړه که اقتصادي او سیاسي وضعیت بدل نشي، مهاجرتونه به زیات شي.

پدې ترڅ کې افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټامس ویسټ ویلي چې د طالبانو په وړاندې د واشنګټن پالیسي څرګنده ده، خو زیاته کړې یې ده چې د افغانستان خلکو سره مرسته به د ټولو د پاملرنې په سر کې ځای ولري.

ښاغلي ویسټ دغه خبرې پداسې حال کې بیان کړې چې ټاکل شوې سبا په اسلام آباد کې د افغانستان د اقتصادي کړکیچ په اړه د اسلامي هیوادونو دهمکارۍ د سازمان په غونډه کې ګډون وکړي.

ټامس ویسټ اسلام آباد ته د رسیدو وروسته افغانستان ته د مرسته رسونکو بنسټونو سره په همکارۍ ټینګار وکړ.

ښاغلي ویسټ په یو ټویټ کې لیکلي چې واشنګټن د نورو موضوعګانو تر څنګ د بشري حقونو، تروریزم او زده کړو ته د لاسرسي په اړه د طالبانو په وړاندې خپلې څرګندې دپلوماسۍ ته دوام ورکوي.

دا پداسې حال کې دي چې سپینې ماڼۍ تیره اونۍ وویل چې د افغانستان د کنګل شویو پیسو د خوشې کولو لپاره هیڅ ډول طرحه نشته.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي وویل چې دغه پیسې به د زیاتو دلیلونو په وجه همداسې له لاسرسي پرته پاته شي.

XS
SM
MD
LG