د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په قطر کې د السیلیه په کمپ کې د پاتې شوو له زرو څخه د زیاتو افغانانو د داوطلبانه مېشتولو لپاره هڅې لا هم دوام لري.
دغه وزارت د امریکا غږ د پوښتنې په لیکلي ځواب کې ویلي، چې واشنګټن له افغانستان څخه بهر د دغو افغانانو د مېشتولو لپاره د مناسبو انتخابونو د موندلو هڅه کوي او په ورته وخت کې د امریکايي وګړو خوندیتوب هم په پام کې نیسي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د کمپ له اوسېدونکو سره مستقیمې اړیکې لري؛ خو د خبرو اترو د حساسیت له امله، د هغوی د احتمالي مېشتېدو د ځای په اړه د مذاکراتو جزئیات نه خپروي.
اسوشیټډ پرېس راپور ورکړی چې د السیلیه کمپ چې ټاکل شوې وه د امریکا د مالي کال په پای، یعنې (د سپټمبر په ۳۰مه) وتړل شي، د نورو نهو میاشتو لپاره به پرانیستی پاتې شي.
په دغه کمپ کې له زرو څخه زیات افغانان اوسېږي. د هغوی له ډلې ځینو په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو او ادارو سره کار کړی او ځینې نور د امریکايي سرتېرو د کورنیو غړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د امریکا غږ په ځواب کې د کمپ د فعالیت د غځولو موضوع په مستقیم ډول نه تایید او نه رد کړې، خو ویلي یې دي چې د پاتې اوسېدونکو لپاره د «مثبتې حللارې» د موندلو هڅې دوام لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د روان دوه زره او شپږویشتم میلادي کال د جون په میاشت کې کانګرس ته ویلي وو چې واشنګټن له څو درېیمو هېوادونو سره د دغو افغانانو د انتقال په اړه خبرې کوي.
په دغه کمپ کې ټولټال یو زر او ۳۹ افغانان اوسېږي چې د افغانستان د جګړې پر مهال یې له امریکايي ځواکونو سره مرسته کړې، یا د امریکا د وسلهوالو ځواکونو د غړو خپلوان دي.
د اسوشیټډ پرېس د راپور له مخې، د کمپ له ۷۰ سلنې څخه زیات اوسېدونکي ښځې او ماشومان دي. د کمپ ډېری اوسېدونکي له یو کال څخه زیات وخت کېږي چې په قطر کې بل هېواد ته د انتقال په تمه دي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د السیلیه کمپ د هغو افغانانو د انتقال او ارزونې له مهمو مرکزونو څخه وګرځېد چې نورو هېوادونو ته د انتقال یا هلته د مېشتېدو په تمه وو.
فورم \ دبحث خونه