د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا وايي د افغان ژباړونکو لپاره د ځانګړو ویزو بهیر چټګ شوی


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي د هغو افغانانو لپاره د ځانګړو ویزو بهیر بهتر شوی چې په افغانستان کې یې د امریکایي ځواکونو یا د امریکا د حکومت لپاره کار کړی. وزارت ویلي چې دې پروګرام ته یې امکانات نور هم ډیر کړي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نېډ پرایس ویلي چې پدې تیرو څو میاشتو کې د دې ویزو د غوښتنلیکونو د طی مراحل لپاره په واشنګټن کې د کار کوونکو شمیر ډیر شوی.

ویاند وویل، " په کابل کې مو په موقتي توګه د قونسلګرۍ د مامورینو شمیر ډیر کړ چې هغوي وکړی شي مرکې وکړي او د ویزو غوښتنلیکونه طی مراحل کاندي. دا کار به د سفارت سره مرسته وکړي چې د هغو غوښتنلیکونو کار ګړندی کړي چې د مامورینو د شمیر د کمښت او د کویډ۱۹ د بیمارۍ له وجې د دفترونو د تړل کیدو په خاطر پرې کار نه و شوی. "

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند همدرانګه وویل چ تیره میاشت د ۸۰۰۰ اضافي ځانګړو ویزو لپاره د کانګریس نه د بودجې غوښتنه هم شوې.

نېډ پرایس وویل چې د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به هم په کابل کې د امریکا سفارت پرانیستی وي او په غوښتنلیکونو به کار کوي او څومره چې امکان لري دا کار به په چټکۍ تر سره کیږي.

خو ویاند دا ونه ویل چې آیا امکان لري تر څو چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د همکارانو په کاغذونو کار کیږي، هغوي به درېیم هیواد ته ولیږدول شي که نه.

د امریکا د کانګریس یو غړي څه موده مخکې وړاندیز کړی و تر څو پورې چې ددې افغانانو د ویزو په غوښتنلیکونو کار کیږي، هغوي دې د عربي متحده اماراتو، کویټ یا بحرین په شان یو دریم هیواد ته ولیږدول شي.

امریکا ته د مهاجرت لپاره د ځانګړو ویزو پروګرام څه باندې لس کاله کیږي چې د هغو افغانانو لپاره پرانیستل شوی چې په افغانستان کې یې د امریکایي ځواکونو او د امریکا حکومت لپاره کار کړی وي.

د بهرنیو چارو د وزارت د معلوماتو له مخې شاوخوا ۲۶۵۰۰ افغانانو ته دا ویزې ورکړل شوي او څه باندې ۱۸ زره غوښتنلیکونه لا هم پاتې چې کار باید پرې وشي.

XS
SM
MD
LG