د لاس رسي وړ اتصالات

ظریفه غفاري ته د نړۍ د زړورې ښځې جایزه ورکړل شوه


International Women Of Courage Award
International Women Of Courage Award

د افغانستان د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار ښاروالې ظریفه غفاري ته د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د زړورې ښځې جایزه ورکړه.

میرمن غفاري ته دا جایزه نن چهارشنبه (مارچ ۴) د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د ولسمشر ټرمپ د میرمنې میلانیا ټرمپ لخوا ورکړل شوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې د « IWOC» په نوم د زړورو ښځو جایزه د نړۍ په کچه هغه مېرمنو ته ورکوي چې د سولې، عدالت، بشري حقوقو څخه د دفاع، جنسیتي برابرۍ او د ښځو د ظرفیت لوړولو په برخه کې هلې ځلې کړي وي.

میرمن غفاري د زړورې ښځې د جایزې له ترلاسه کولو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څخه مننه وکړه چې په نړۍ کې د میرمنو فعالیتونه ستايي.

غفاري وویل: "زما د نسل میرمنې د طالبانو د دورې خرابۍ نه هیروي، موږ تل د راتلونکې په اړه اندیښمن یو، نو له دې کبله اجازه راکړئ چې ستاسو د دوامداره ملاتړ غوښتنه وکړم، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د افغانستان د سولې بهیر د طالبانو د تور رژیم وروسته، تر لاسه شوې لاسته راوړنې له منځه لاړې نشي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي زیات شمیر میرمنې د نړۍ په ګڼو هیوادونو کې په سختو شرایطو کې کار کوي او د ستایلو وړ دي.

د امریکا د ولسمشر میرمن میلانیا ټرمپ هم زړورو ښځو ته د جایزو ورکولو په غونډه کې وویل، ویاړي چې هیواد یې له میرمنو څخه ملاتړ کوي.

میرمن ټرمپ وايي: "دا میرمنې نورو ته مثال دي، دوی د خپل کار له لارې په هر ځای کې نورې میرمنې پیاوړي کوي او زه د دوی له کار او هڅو څخه خوښه یمه چې مثبت بدلون یې راوستلی دی."

International Women Of Courage Award
International Women Of Courage Award

د یادولو وړ ده چې د میدان وردګ ښارواله مېرمن ظریفه غفاري په ۱۳۹۷ کال کې د ازاد رقابت له لارې د میدان وردګ ولایت د مرکز ښارواله شوه.

آغلې غفاري دغې دندې ته تر بریالي کېدو وروسته پنځه میاشتې په کابل کې وه او ویلې وه چې د ځینو ستونزو له امله ورته د کار اجازه نه ورکول کیږي.

نوموړې هغه مهال امریکا غږ ته ویلي و، له دې کبله چې ښځه ده، له کار سره یې مخالفتونه کیږي.

د امریکا د بهرنی چارو وزارت هم نن چهارشنبه د مارچ پر۴مه ویلي چې اغلې غفاري دندې ته تر ستنېدو وروسته د ځینو ګواښونو له امله دنده پرېښودله، خو د مرګ د ګواښونو او مخالفتونو سره سره بیا هم بېرته خپلې دندې ته ستنه شوه.

دغه وزارت ویلي چې اغلې غفاري د هغې له کار سره د مخالفتونو سره سره په میدان ښار کې د "پاک ښار او زرغون ښار" کمپاین عملي کړ چې دا د آغلې غفاري زړه ورتیا ښيي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۰۷ کال د مارچ راهیسې د ۷۳ هیوادونو ۱۳۴ میرمنې د زړورو میرمنو په توګه پیژندلې دي، سږکال له افغانستان څخه د ظریفې غفاري ترڅنګ د پاکستان،آرمنیا،آزربایجان،بولویا او نورو شپږو هیوادونو میرمنو ته هم دا جایزه ورکړل شوه.

XS
SM
MD
LG