د لاس رسي وړ اتصالات

تاجیکستان کې ایساره شوې امیندواره افغانه پیلوټه راتلونکي ته اندیښمنه ده


په تاجیکستان کې ایساره افغانه پیلوټه
په تاجیکستان کې ایساره افغانه پیلوټه

د افغانستان د هوایي ځواکونو یوه پیلوټه چې پر افغاسنتان باندې د طالبانو د واکمن کیدو وروسته په یوه پوځي الوتکه کې تاجیکستان ته وتښتیدله او امیندواره هم ده، ډاکتر ته د نه لاسرسي او په بطن کې یې د جنین د روغتیایي وضعیت په هکله د بې خبرۍ په وجه اندیښمنه ده.

دغه ۲۹کلنه افغانه اندیښنه لري چې اولاد یې په بې سرنوښته او بندیتوب ته ورته شرایطو کې ونه زیږیږي. همدا اوس هغه او د افغانستان د پوځ ۱۴۰نور منسوبین چې په ډیری یې نارینه دي د تاجیکستان په یوه لرې پرته غرنۍ سیمه کې اوسیږي.

هغې چې په افغانستان کې د خپلې کورنۍ د امنیت په خاطر نه غوښتل نوم یې په ډاګه شي، د رویترز اژانس سره په یوه تیلیفوني مرکه کې ویلي چې اټکل کیږي اولاد یې د نومبر د میاشتې په نمیایي کې تولد شي، خو د هغې د ادعا له مخې تاجیکستاني مقاماتو یو روغتون ته نژدې ځای ته د هغې انتقال کیدل رد کړي دي.

د افغان پوځیانو میشت ځای له روغتون نه یو ساعت لرې دی او دغې میرمنې ویلي چې تاجیکستاني مقاماتو ورته ویلي چې د زیږون پر وخت به یې روغتون ته انتقال کړي او د تولد وروسته به یې بیرته دې ځای ته راوړي.

دغه پیلوټان او د هوایي ځواکونو منسوبین چې اوس د بند په څیر شرایطو کې ژوند کوي، هیله من دي چې په تدریجي بڼه متحده ایالاتو ته انتقال شي. خو د هغو دلیلونو په وجه چې تر اوسه روښانه ندي تر اوسه امریکا ته د هغوی د انتقال زمینه نده برابره شوی او تاجیکستاني مقاماتو ورته ویلي چې انتظار وباسي.

د امریکا د دفاع وزیر لویډ آستن تیره اونۍ د امریکا د کانګرس په استماعیه غونډه کې په تاجیکستان کې ددغو پیلوټانو د وضعیت په هکله اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې متحده ایالاتو ته د هغوی د انتقالولو لپاره یې ددې هیواد د بهرنیو چارو وزارت سره خبرې کړې دي.

د امریکا د استازو مجلس جمهوري غوښتونکي غړي آستن سکات، پدې استماعیه غونډه کې ددغې افغانې امیندواره پیلوټې قضیې ته اشاره وکړه او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د هغې قضیې ته په کتنې یې انتقاد وکړ.

هغه وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه ته ویلي چې تاجیکستاني مقامات ددغه امیندوارې مور په حالت خبر دي او هر څوک چې روغتیایي مراقبت ته اړتیا ولري محلي روغتون ته به انتقال شي، خو بیا هم ښاغلي سکات د رویترز اژانس ته وویل: "د هغوی سره هیڅ ډول مرسته نده شوی."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې پدې هکله د تاجیکستان د حکومت سره همغږي لري، خو امریکا ته د هغوی د انتقالولو د ځنډ په اړه او یا دا چې ولې دغه پیلوټان په بند کې ساتل شوي له تبصرې ډډه وکړه.

د تاجکستان په پلازمینه دوشنبې کې د امریکا سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د افغان پوځي منسوبینو له دغې ډلې سره یې لیدلي او ددې اعلامیې تر خپریدو پورې "پیلوټانو ویلي چې د هغوی سره ښه چلند شوی او د اوسیدنې شرایط یې انساني دي."

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي ویلي چې د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونه له نژدې کار کوي چې په وینا یې "دغو پیلوټانو ته مناسب انتخابونه"ومومي. هغه وویل: "باور لرو چې ددغو زړورو افرادو او د هغوی د کورنیو مدیون یو تر څو د هغوی د بیا میشت کولو په برخه کې هغه مرسته چې په توان کې مو ده وکړو."

د افغانستان د هوایي قواو پیلوټان د جګړې په وخت د طالبانو د سترو هدفونو له ډلې څخه وو او په تیرو څو کلونو کې یو شمیر پیلوټان او د افغانستان د هوایي ځواک منسوبین د هدفي بریدونو ښکار شوي دي.

د طالبانو له لورې د کابل د نیولو په وروستیو شیبو کې د افغانستان د هوایي پوځ یو شمیر منسوبین او کورنۍ یې د افغانستان د پخواني حکومت په پوځي الوتکو کې سپاره او د تاجیکستان او ازبیکستان په لور وتښتیدل.

د سپتمبر د میاشتې په لومړیو کې متحده ایالاتو د یوې موافقې په اساس د ازبیکستان څخه د افغانستان دپیلوټانو او د هوایي پوځ د منسوبینو وتلو ته زمینه برابره کړه خو په تاجیکستان کې د ایسار شویو پیلوټانو سرنوښت تر اوسه معلوم ندی.

افغاني امیندواره پیلوټې د رویترز اژانس ته ویلي: "مونږ دلته د زندانیانو په څیر یو. حتی شرایط مو د یو مهاجر یا پناه غوښتونکي په څیر هم ندي. نه سند او نه قانوني مدرک لرو او نه هم داسې لار شته چې ځانته څه واخلو."

د رویترز اژانس رپوټ ورکړی چې امریکایي مقاماتو په تاجیکستان کې د ګیر پاته افغان پوځیانو د بایو متریک معلوماتو په راټولو پیل کړی چې هویت یې تائید شي او د هغوی سره مرستو ته یوه لار وموندل شي؛ لکه څنګه چې په ازبیکستان کې د افغان پوځیانو سره وشول او د هغه هیواد څخه بهر ورته د انتقال زمینه برابره شوه.

یو نړیوال مرستندویه سازمان په تاجیکستان کې ایسارو افغان پوځیانو ته په همدې اونۍ کې ژمني کالي برابر کړل چې د امیندواره مور لپاره په کې د ماشوم وسایل او کالي هم شامل وو.

XS
SM
MD
LG