د روسیې له لورې د اشغال شوي دونیتسک د ګڼې ګوڼې څخه په یوې ډکې سیمې باندې برید شوی چې د روسي مقاماتو په وینا ۲۵ تنه په کې وژل شوي دي.
مقامات وايي په دغه برید کې ۲۰ تنه نور ژوبل دي. کیف او مسکو یو بل تورنوي چې په دې وروستو کې یې په ولسي خلکو باندې بریدونه زیات کړي.
د روسيې رسنیو له لوري په خپرو شویو ویدیوګانو کې د برید ځای ښودل کېږي چې شېشې په کې ماتې شوي او یو شمېر مړي پراته لیدل کېږي.
د روسیې تر کنترول لاندې ددې سیمې د ادارې مسئول دینیس پوشلین وايي: «د اوس لپاره د ۲۵ کسانو د مړینې خبر تائید شوی دی. حد اقل ۲۰ تنه نور ژوبل دي.»
یوې عینې شاهدې تاتیانا ویلي دي چې په سیمې کې یې لوګي لیدلي او خلکو چیغې وهلې. هغه وايي دلته یوازې یو مارکیټ و.
دا د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له پیل راهېسې په دونیتسک کې تر ټولو خونړی برید بلل کېږي. روسیې او د هغه نیابتي ډلو په ۲۰۲۱۴ کې د دونیتسک سیمه ونیوله.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې دا برید «تروریستي برید» یاد کړی او ویلي دي چې «د اوکراین له قلمرو څخه باید امنیتي ګواښونه او تروریستي اعمال ونه شي».
دا برید داسې مهال شوی دی چې اوکراین په دې وروستیو کې د بالتیک سمندر په بندر کې د روسیې د تیلو په دوو زېرمو د بریدونو مسئولیت منلی دی. خو د دغې پېښې په اړه یې لا څه نه دي ویلي.
فورم \ دبحث خونه