د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې زلزلې "څلور کسان مړه کړي او څه باندې ۷۰ نور" ټپیان شوي


په افغانستان کې طالب چارواکي وايي په یو شمېر ولایتونو کې د تیرې شپې زلزلې له امله ځاني او مالي زیانونه رامنځته شوي دي.

د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان نن چهارشنبه مارچ ۲۲ (وري دوهمه) رسنیو ته لېږلو معلوماتو کې ویلي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې د تیرې شپې زلزلې له امله څلور کسان مړه شوي او څه باندې ۷۰نور ټپیان شوي دي.

زمان زیاته کړه چې دا وروستي ارقام ندي او د ژغورنې ټیمونه په بیلابیلو ولایتونو کې په عملیاتو بوخت دي.

د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې له یادو کسانو دوه یې په تخار او یو کس په لغمان ولایت کې مړه شوي دي.

پر همدې مهال طبیعي پېښو ته د رسېدو چارو کې د طالبانو حکومت وزارت د رسنیو برخې مسؤل شفیع الله رحیمي نن چهارشنبه مارچ ۲۲ (وري دوهمه) رسنیو ته لېږلې غږیز پیغام کې ویلي دغه زلزله چې مرکز یې د بدخشان ولایت یمګان ولسوالۍ کې و د افغانستان په څه باندې اوو ولایتونو کې ځاني او مالي زیانونه رامنځته کړي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د یادې زلزلې له امله په کابل، پکتیکا، بدخشان، لغمان، تخار، خوست،بغلان، سمنګان ولایتونو کې د لومړنیو معلوماتو له مخې څه باندې ۵۰ کسان مړه او ټپیان شوي دي.

ښاغلي رحیمي زیاته کړې چې په یادو ولایتونو کې د تیرې شپې زلزلې له امله څه باندې ۶۳ کورونه هم په بشپړه او نیمه توګه ویجاړ شوي او یو شمېر څاروي هم له منځه وړل شوي دي.

پر همدې مهال په بدخشان ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو مسؤلینو ویلي چې په دغه ولایت کې د تیرې شپې زلزلې له امله څه باندې ۵۰ کورونه تخریب شوي او یو تن یې ټپي کړی دی.

پخواني معلومات

له افغانستان او پاکستان څخه راپورونه وايي یوې زورورې زلزلې، چې شاوخوا ۳۰ ثانیې وه، د دغو هېوادونو ځینې برخې ولړزولې.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وایي‌ تر اوسه د یادې زلزلې له امله د دریو کسانو د وژل کیدو او د ۴۴ نورو د ټپي کیدو پخلی شوی دی.

د نوموړي په وینا زلزلې دوه کسان په تخار او یو کس په لغمان ولایت کې وژلي‌ دي. ښاغلي زمان زیاته کړه چې دا وروستي ارقام ندي او د ژغورنې ټیمونه په بیلابیلو ولایتونو کې په ژغورنې په عملیاتو بوخت دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د عامې روغتیا وزارت اعلامیه خپره کړې او ویلي وو‌: «په ټول هيواد کې روغتيايي مراکز اماده دي، په ولایاتو کې ټولو رئيسانو ته امر شوی، چې خپل روغتيايي پرسونل ته د اماده ګۍ امر وکړي.»

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رئیس محاذ الدین احمدي رویټرز ته ویلي چې په یاد ولایت کې یې د ژغورنې هڅي پیل کړي خو تر اوسه د تلفاتو ارقام نلري.

نوموړي وویل:"یوه قوي زلزله مو احساس کړه، د لومړنیو معلوماتو له مخې، اصلي متاثره شوې سیمه یمګان ولسوالي ده."

د دغې زلزله پر افغانستان او پاکستان سربیره د هند په ځینو سیمو کې هم محسوسه شوې ده.

د امریکا د متحدو ایالتونو د ځمکې پېژندني اداره وايي چې د ریشتر په کچه د زلزلې اندازه ۶.۵ درجه وه.

د امریکا د ځمکې پېژندني اداره وايي چې د زلزلې مرکز د افغانستان شمال-ختیځ بدخشان ولایت کې د ۱۸۷ کیلو میتره لاندې د ځمکې په تل کې و.

اروپا- مدیترانې د زلزلې پيژندنې مرکز هم ویلي دي چې د ریکټر په کچه ۶.۵ درجې زلزلې دوه کسان په افغانستان او یو کس په ګاونډي هیواد پاکستان کې وژلي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي دي چې ددې زلزلې له امله د یاد هیواد په سوات او شمال غربي سیمو کې د یوې ۱۳ کلنې نجلۍ په ګډون نهه کسان وژل شوي او ۱۵۰ نور ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړې په سوات کې روغتونونو بیړنۍ حالت اعلان کړی دی.

د پاکستان د راولپنډۍ په ښار کې یو اوسیدونکي فرانس پرس ته وویل چې د زلزلې سره سم «خلک له کورونو څخه ووتل او قرانونه یې په لاسونو کې نیولي» وو.

دغه زلزله په داسې حال کې کیږي چې تېرکال یوې بلې زورورې زلزلې د افغانستان په پکتیکا کې څه باندې ۱۰۰۰ کسان مړه کړل او په سلګونو کورونه یې ویجاړ او وران کړل.

XS
SM
MD
LG