د لاس رسي وړ اتصالات

د یوناما مشرې پکتیکا ولایت کې زلزله ځپلو کورنیو سره کتلي


روزا اوتونبایوا د پنجشنبې په ورځ نومبر دریمه د پکتیکا په ولایت کې
روزا اوتونبایوا د پنجشنبې په ورځ نومبر دریمه د پکتیکا په ولایت کې

افغانستان لپاره د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د پنجشنبې په ورځ د پکتیکا په ولایت کې د زلزله ځپلوسیمو څخه لیدنه کړې او مصیبت ځپلو کورنیو سره یې د مرستو له بهیر څخه څارنه کړې ده.

افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" د جمعې په ورځ نومبر څلورم (لړم۱۳) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې روزا اوتونبایوا د زلزله ځپلو کورنیو سره خبرې کړي او د خوړو او سرپناه د برابرولو په برخه کې یې د ملګروملتونو د مختلفو ادارو د پراخو هڅو بهیر څارلی دی.

یوناما ویلي، چې تراوسه له ۵۰۰ زرو څخه زیاتو کسانو د ملګروملتونو او مرستندویه ادارو څخه مرستې ترلاسه کړي او د ژمي د رسیدلو دمخه د سرپناه او خوړو د برابرولو لپاره په چټکۍ سره کارونه روان دي.

د ملګروملتونود بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا" د یو راپور له مخې د روان میلادي کال د جون د میاشتې د زلزله ځپلو سره د مرستو په لړ کې ۵۱۵ زرو کسانو سره لږ تر لږه یو ډول بشري مرستې شوي دي.

اوچا په راپور کې ویلي: "په دې مرستو کې دوه سوه درې زرو کسانو ته روغتیايي خدمتونه برابر شوي، یو سل او ۲۵ زرو ته خواړه او د کرهڼې د ملاتړ په برخه کې مرسته شوې، ۹۹ زرو سره د سرپناه او د خوړو پرته نورې عاجلې مرستې شوي، ۹۸ زرو سره د نغدو پیسو مرستې شوي، د ۷۵ زرو سره د خوندیتوب مرستې شوي، د اوو زرو سره د خوړو او ښوونې روزنې په برخو کې مرستې شوي او ۴۱ زرو نورو سره د کمپلو او د حفط الصحې په برخه کې د صابون او نورو اړتیا وړ موادو مرستې شوي دي".

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې "اوچا" د معلوماتو له مخې د افغانستان په جنوب لویدیځو ولایتونو پکتیکا، پکتیا او خوست ولایتونو کې د روان ۲۰۲۲ کال د جون د میاشتې په زلزله کې زیانمن شوو کورنیو د پیژندلو لپاره د ملګروملتونو د ارزونې ټیم دوه سوه زره کسان چې څه باندې ۲۹ زره کورنۍ کیږي د زلزله ځپلو کورنیو په توګه ثبت کړي دي.

د اوچا د راپور له مخې د طالبانو د پکتیکا ولایتي چارواکو ددغه ولایت د ګیان په ولسوالۍ کې زلزله ځپلو ته د سرپناه د بیا رغونې چارې د ځنډ سره مخ کړي خو په نورو ولسوالیو کې د سرپناه د جوړولو چارې روانې دي.

د ملګروملتونو د معلوماتو له مخې د جون د میاشتې په زلزله کې یو زر او ۳۶ تنه وژل شوي او نږدې درې زره نور ټپیان شوي و. همداشان په زلزله کې څوارلس زره او ۷۶۶ کورونو ته زیان رسیدلی و.

XS
SM
MD
LG