د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې زلزله کې د لسګونو افغانانو مړینه؛ متقي: که ترکیه وغواړي زموږ ټیمونه مرستې ته چمتو دي


د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاووش اوغلو سره په هغه هیواد کې د وروستۍ زلزلې د ځاني او مالي زیانونو په اړه ټلیفوني خبرې کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن جمعه فبرورۍ لسمه (سلواغې ۲۱) په یوې اعلامیې کې ویلي چې ښاغلي متقي د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره سره خبرو کې یو ځل بیا په هغه هیواد کې د رامنځته شوي زلزلې په اړه اخوشیني ښودلې او د ژغورنې عملیاتو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

په یاده اعلامیه کې د امیر خان متقي له قوله ویل شوي: "د افغانستان اسلامي امارت خپل ورور ترکي ولس سره د خپلو امکاناتو په محدوده کې مرسته اعلان کړه او که ترکيه غوښتنه وکړي، نو زموږ د ژغورنې او د بېړنۍ روغتيايي پاملرنې ټیمونه هم د مرستې او ژغورنې لپاره چمتو دي."

نوموړي زیاته کړې چې په انقره کې د افغانستان سفارت هم زلزلې ځپلو سیمو ته مرستندویه ټیم لیږلی دی.

د طالبانو حکمومت د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر مولود چاوش اغلو له قوله ویل شوي "که چيرې د مرستې اړتيا پيښه شي په خپلو افغان وروڼو به غږ وکړي."

د طالبانو حکومت پر داسې ترکیې ته د همکارۍ ډاډ ورکړی، چې ویل کیږي په دغه زلزله کې سلګونو افغانانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

پر همدې مهال په ترکیه کې د افغان کډوالو د انجمن مسؤل علي حکمت امریکا غږ ته وویل چې له ۲۰۰ څخه تر ۲۵۰ پوري افغانان چې د ترکیې تابعیت یې هم لاره د دغه هیواد په «هاتای» ولایت، ۵۰ افغانان په «آدیامان» ښار او اته تنه نور په مالاتیا ښار کې د زلزلې له امله مړه شوي دي. د ښاغلي حکمت په وینا د ټپيانو شمېر له دې څخه زیات دی.

د نوموړي په وینا دا وروستي ارقام نه دي چې په خبره یې کېدایشي نور هم زیات شي.

ښاغلي حکمت همدرانګه وویل چې د ترکیې قهرمان ماراج ښار چې د زلزلې مرکز دی، له ۳۰۰ څخه تر ۳۵۰ افغانان پکې اوسېدل، خو هغه وویل چې دا چې په سیمه کې ټلیفوني شبکې کار نکوي، په اړه تر اوسه معلومات نه دي تر لاسه شوي.

په ترکیه کې د هزاره وګړو د یووالي ټولنې ویلي چې په ترکیه کې له زلزلې څخه ژوندي ژغورل شوي افغانان اوس مهال تر شنه اسمان لاندې په پارکونو کې ژوند کوي او په خبره یې د ملګرو ملتونو د خیره بنسټونو لخوا ورسره هیڅ مرسته نه ده شوې.دغه انجمن وايي چې دوې افغان کورنۍ هم لادرکه دي.

بلخوا په ترکیه کې د عباس غزنوي په نوم یو بل افغان کډوال امریکا غږ ته وویل چې د ترکیې د کډوالو ادارې تیره ورځ اعلان کړ چې د افغانانو په ګډون ټول بهرني کډوال کولای شي له زلزله ځپلو ولایتونو څخه د دغه هیواد نورو ولایتونو کې د درې میاشتو لپاره مېشت شي.

ښاغلي غزنوي زیاته کړه چې دغه افغان کډوال باید له ځان سره د لنډ مهاله اقامې کارتونه ولري.

همدارنګه د افغانستان د پخواني حکومت کې د تخار ولایت والي عبدالله قرلق چې اوس مهال په ترکیه کې اوسیږي، رسنیو ته ویلي چې د ترکیې په «هاتای» ولایت کې د تیرې دوشنبې ورځې زلزلې له امله څه باندې ۲۰۰ افغانان مړه شوي او څه باندې ۳۰۰ نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي قرلق ویلي چې افغانانو ته په دغه زلزله کې د ځاني زیان ترڅنګ درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.هغه همدارنګه زیاته کړې چې زلزله ځپلې افغانان دا مهال په سړه هوا کې تر خېمو لاندې ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د تیرې چهارشنبې په ورځ وویل چې د ترکیې په زلزله کې شاوخوا ۱۰۰ افغانان مړه او ټپيان شوي دي.

د تیرې دوشنبې ورځې زلزله چې د ترکیې په لسو ولایتونو کې شاوخوا ۱۳ میلیونه وګړي زیانمن کړي د ترکیې په تاریخ له سترو زلزلو څخه ګڼل کیږي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې هم د ترکیې او سوريې له زلزلو ځپلو سره د ۱۵ میلیون افغانیو بشري مرستې اعلان کړی و.

د امریکا متحده ایالاتو د ځمکې پيژندنې ادارې ویلي چې د ریښتر په کچه ۷.۸ او ۷.۵ درجو دوو زلزلو د ترکیې په جنوب ختیځ کې د غازیانتپ او سوریې شمالي سیمو ته ټکانونه ورکړل.

د راپورونو له مخې په دغه دواړو هیوادونو کې د تیرې دوشنبې ورځې زلزلې له امله د وژل شوو کسانو شمېر څه باندې ۲۰زره کسانو ته رسېدلی.

رویټرز خبري آژانس د معلوماتو په اساس په زلزله ځپلیو سیمو کې د ژغورنې عملیات روان چې د قربانیانو شمېر ممکن نور هم زیات شي.

XS
SM
MD
LG