د لاس رسي وړ اتصالات

د ملي اردو پخوانی سرتیری: نشو مې ژوند تباه کړ


د ملي اردو پخوانی سرتیری: نشو مې ژوند تباه کړ
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:12 0:00

ویډیویي راپور یې دلته کتلی شئ:

نادرخان په ملي اردو او سرحدي پوليسو کې شاوخوا شپږ کاله دنده ترسره کړې، خو د اعتياد له کبله يې نه يواځې خپله دنده له لاسه ورکړې، بلکې کورنی ژوند يې هم له سختو کړاوونو سره مخ شوی دی.

پلار يې د کورنۍ لپاره ښار کې کراچي چلوي، خو دی ټوله ورځ لګيا وي، کباړ راټولوي، خرڅوي يې او بيا ورباندې نشه يي توکي اخلي. دی وايي چې نشې يې ژوند ور تباه کړی دی.

نادرخان معتاد زياته کړه ”نشه يي توکي سړی ۱۰۰ فيصده ختموي. ژوند بيخي تباه کوي. ځکه چې يو خو د پيسو تاوان دی، بل د وجود تاوان دی، بل پر فاميل بد اغېز کوي او وايي چې دا عمل کوي او کاروبار ولې نه کوي.‟

نادرخان امریکا غږ ته وويل، چې د عسکرۍ پرمهال يې له اقتصادي مشکلاتو نه د پام غلطولو لپاره نشې ته مخه کړه، خو برعکس دې عمل يې کورنۍ هم په ناڅرګند برخليک اخته کړې ده.

نادرخان وايي ”يو زوی مې په څلورم ټولګي کې دی، بل زوی مې په دويم ټولګي کې دی. يو زوی مې دا څه موده مخکې زيږيدلی دی. پلار مې ښار کې ګاډي چلوي. زه دا کباړ ټولوم او خرڅوم يې.‟

نوموړي له ټولو ځوانانو وغوښتل چې د دغو موادو له استعماله د ځان ژغورنې لپاره ځان ته سالم مصروفيت پيدا کړي.

نادرخان وويل ”ځوانان لومړی بايد ښوونځی ووايي، چې ښوونځي نه وايي بيا دې لاړ شي، چېرته دنده واخلي او خپلې کورنۍ ته دې پيسې وګټي. راتلونکی ژوند دې جوړ کړي. بايد نشې ته مخه ونه کړي. که نشې ته مخه کړي، وجود به يې تاوان وي او پيسې به يې هم تاوان وي.‟

عام باور دا دی، چې اعتياد نه يواځې د اقتصادي مشکلاتو لامل ګرځي، بلکې جامعه هم له مختلف ډوله اجتماعي ستونزو سره مخ کوي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG