د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه د اټومي وسلو لیږدونکی اوبتل ازمايي


روسیه په پام کې لري چې د روان کال په اوړي کې د اټومي وسلو د لیږدونکی اوبتل وآزمايي.

د روسیې دولتي خبري آژانس ټاس د دوشنبې په ورځ (مارچ ۱۸) اعلان وکړ چې دغه اوبتل د اوبو لاندې د شپږو اټومي میزایلو د لیږدولو وړتیا لري.

دغه اوبتل "بلګراد" نومول شوی چې ۱۸۴ متره اوږدوالی لري او د نړۍ اوږد اوبتل ګڼل کیږي.

روسي چارواکي وايي چې د "بلګراد" اوبتل به د شپږو ډرونونو د لیږدولو وړتیا ولري چې هر یو یې کولای شي دوه میګا ټنه اټومي وسلې یوسي.

د روسیې له دغه اقدام سره د یو شمیر هیوادونو اندیښنې هم راپاریدلې دي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر ایرکسین ساریدي وايي دا د اندیښنې وړ خبره ده چې یو شمیر هیوادونه لا هم غواړي اټومي وسلې پراخې کړي.

روسي چارواکي وايي چې ددغه اوبتل تر ۱۰۰۰ مترو پورې ژور عملیات کولای شي او پدې توگه یې مخنیوی ستونزمن دی.

XS
SM
MD
LG