د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل کابینې متحدو عربو اماراتو سره د سولې تړون تائید کړ 


اسرائیل او متحده عرب اماراتو د واشنګټن په منځکړتوب د سولې تړون وکړ
اسرائیل او متحده عرب اماراتو د واشنګټن په منځکړتوب د سولې تړون وکړ

د اسرائیل کابینې د متحدو عربو اماراتو سره د سولې او اړیکو د عادي کولو موافقه تائید کړه.

ټاکل شوې چې د اسرائیل پارلمان به بله اونۍ دا موافقه ومني.

د اسرائیل صدراعظم بینیامین نتنیاهو د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۱۲ (تله ۲۱) وویل چې د ابوظهبي له شهزاده محمد بن زاید النهیان سره یې پرېکړه کړې چې ژر وویني.

دوی دواړو په تیلیفون کې خبرې هم کړې دي او په یوې اعلامیې کې یې ویلي دي چې په منځني ختیځ کې د سولې او همکارۍ په ګډون، په یو لړ مسایلو غږېدلي دي.

اسرائیل او متحدو عربو اماراتو د امریکا په منځکړتوب تېره میاشت په سپینې ماڼۍ کې دا تړون لاسلیک کړ.

اسرائیل له بحرین سره هم د اړیکو د عادي کولو موافقه لاسلیک کړې ده. متحده عرب امارات او بحرین درېیم او څلورم عرب هېوادونه دي چې له اسرائیلو سره د اړیکو د ښه کولو تړونونه کوي.

تر دوی دواړو مخکې مصر په ۱۹۷۹ز او اردن په ۱۹۹۴ز کې له اسرائیل سره اړیکې عادي کړې.

XS
SM
MD
LG