د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او برتانیې خپلو اتباعو ته له افغانستان څخه د 'ژر' وتلو سپارښتنه کړې


امریکا او برتانیه خپلو اتباعو ته: ژر تر ژره له افغانستانه ووزی
امریکا او برتانیه خپلو اتباعو ته: ژر تر ژره له افغانستانه ووزی

په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو او برتانیې سفارتونو له خپلو اتباعو غوښتي چې د خراب امنیتي وضعیت له امله ژر تر ژره له افغانستان څخه ووځي.

دواړو سفارتونو نن شنبه اګست اوومه (زمري ۱۶) په اعلامیو کې خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې له افغانستان څخه د وتلو لپاره له سوداګریزو پروازونو څخه استفاده وکړي.

د امریکا سفارت ویلي چې دوی د ۲۰۲۱ کال د اپرېل میاشتې په ۲۷ هم د امنیتي ستونزو له امله له خپلو اتباعو غوښتي وو چې له افغانستان څخه ووځي.

په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت په اعلامیه کې راغلي: "د امنیتي شرایطو او کار کوونکو کموالي ته په کتو سره، په افغانستان کې له امریکايي وګړو سره د مرستې په برخه کې ان په کابل کې د امریکا د سفارت امکانات او وړتیا ډيره محدوده ده."

په کابل کې د برتانیې سفارت هم ویلي چې د ناوړه امنیتي وضعیت له امله یې له خپلو اتباعو څخه غوښتي چې افغانستان پرېږدي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې په کابل کې د برتانیې سفارت خلاص دی او په وینا له افغان حکومت سره به په دپلوماتیکو برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

په کابل کې د برتانیې سفارت ویاند ویلي: "د انګلیس اتباعو امنیت زموږ له لومړیتوبونو څخه دی، موږ په بهر کې د خپلو اتباعو امنیت او خوندیتوب ته متوجه خطر په اړه مشوره کوو او ارزیابي کوو یې."

برتانیې ویلي چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت نا څرګند دی.

امریکا او برتانیې په داسې مهال له خپلو اتباعو څخه غوښتي چې له افغانستان څخه ووځي چې په دې وروستیو کې جګړو تر بل هر وخت زور اخیستی دی.

تر دې مخکې د افغانستان حکومت په افغانستان کې د ټولو دپلوماتیکو نمایندګیو د امنیت د ټینګښت په اړه ډاډ ورکړی و.

XS
SM
MD
LG