د لاس رسي وړ اتصالات

 امریکا: په کابل کې د سفارت بندولو طرحه نشته 


په کابل کې د امریکا د سفارت ودانۍ
په کابل کې د امریکا د سفارت ودانۍ

په کابل کې د امریکا سفارت په خپل ټویټر کې څو پرلپسې پيغامونه خپاره کړي‌ دي او ویلي دي‌ چې د سفارت تړل کېدو لپاره هېڅ طرحه نشته او سفارت به خپل کارونه روان ساتي.

د امریکا د سفارت د یکشنبې په ورځ جولاۍ څلورمه (چنګاښ۱۳) په یو ټویټ کې لیکلي: « په کابل کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفارت پرانیستی دی او پرانیستی به وي. هاغسې چې ولسمشر بایډن هدایت کړی، موږ به په کابل کې خپل قوي دپلوماتیک حضور ساتو چې له افغان حکومت او د افغانستان له خلکو سره یو شمېر کارونه چې ترسره کوو، روان وساتو. موږ د سفارت د تړل کېدو لپاره هېڅ طرحه نلرو.»

د امریکا سفارت په خپل ټویټر کې اطمینان ورکړی دی چې کارونه به «یې په مصون» ډول روان وي.

په ټویټر کې لیکل شوي دي: « په بهر کې زموږ د ټولو ماموریتونو په څېر به دا سفارت هم د خپلو کارکوونکو او تاسیساتو د ساتلو لپاره خپلې امنیتي‌ طرحې پراخې کړي.»

په همدې حال کې والستریت ژورنال راپور ورکړی دی چې په کابل کې د امریکا سفارت د اضطراري تخلیې پلان جدي شوی دی.

په دغه راپور کې راغلي‌ دي چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت په خرابېدو سره ښايی د دپلوماتیک، نظامي او نورو برخو کارکوونکو ژوند له خطر سره مخامخ شي.

خو د امریکا سفارت ویلي دي: «هاغسې چې ولسمشر بایډن او د بهرنیو چارو وزیر انتوني‌ بلینکن ویلي دي، په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالتونو نظامي حضور مخ په ختمېدو دی، مګر د امریکا سفارت به خپلو مرستندوی دپلوماتیک، امنیتي او ‌پروګرامونه روان ساتي.»

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر له پيل سره سم استرالیا په موقت ډول خپل سفارت وتړه. د طالبانو د بریدونو په زیاتوالي او په ځینو سیمو باندې د دغې ډلې کنترول له کبله ترکیې، پاکستان او ایران په بلخ کې د خپلو قونسلګریو کارونه بند کړي.

ټاکل شوې چې د روان ۲۰۲۱ د سپتمبر په میاشت کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر بشپړ شي خو امریکايي چارواکي وايي‌ چې د سفارت د امنیت لپاره به سلګونه پوځیان په سفارت کې پاتې شي.

XS
SM
MD
LG