د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه خبرې کوي


د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن

ټاکل شوې چې څو ساعته وروسته د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه وینا وکړي.

د ښاغلي بایډن پریکړه چې باید د سپتمبر تر ۱۱پورې له افغانستان څخه ټول امریکایي سرتیري ووځي د امریکا په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو سیاستوالو له سختو انتقادونو سره مخامخ شوی ده.

د امریکا د دفاع وزارت ویلي چې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر په سلو کې ۹۰سلنه بشپړ شوی دی او امریکایي پوځیانو تیره اونۍ د بګرام هوایي اډه چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د سوق او ادارې تر ټولو ستر مرکز و د افغانستان ځواکونو ته سپارلی دی.

سره له دې چې د امریکا د پوځ یو شمیر مشرانو په افغانستان د امریکایي ځواکونو د شتون د دوام غوښتنه کوله چې د افغان ځواکونو ملاتړ وشي او دغه هیواد د افراطي ډلو د بریدونو مرکز نشي، ښاغلي بایډن د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د بشپړه وتلو په اړه د پخواني ولسمشر دونالد ټرمپ د طرحې په لږ تعدیل کولو سره دغه پریکړه وکړه او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شتون د دوام په اړه سپارښتنو ته پاملرنه ونه کړه.

خو بیا هم امریکا په پام کې لري چې ۶۵۰پوځیان په کابل کې د امریکا د سفارت د امنیت د تامینولو لپاره وساتي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان استن میلر په افغانستان کې د وضعیت د خرابیدو، د طالبانو د بریدونو د زیاتیدو او د هغوی په وړاندې د خلکو پاڅون ته په اشارې خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې حالات د کورنۍ جګړې په لور پرمخ ځي.

د رویترز اژانس د امریکایي مقاماتو په قول رپوټ ورکړی چې د امریکا استخباراتي بنسټونه پدې باور دي چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه پوره وړتیا او توان نلري چې د نظام پایښت تضمین کړي.

په جمهور رئیس بایډن باندې یو فشار د هغو افغانانو د ایستلو د بهیر چټکول دي چې په افغانستان کې یې د امریکايي ځواکونو سره کار کړی دی. د ښاغلي بایډن حکومت افغانانو ته د ویزې د بهیر د چټکولو په هڅه کې دي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي ویلي دي چې ښاغلی بایډن د وینا دمخه د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت له ټیم سره ګوري چې د میرمن ساکي په وینا "د افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو د بهیر پرمختګ په اړه تازه معلومات" ترلاسه کړي.

میرمن ساکي وویل: "ولسمشر به د ځواکونو د ایستلو د هڅو د دوام او د افغانستان د خلکو سره د بشردوستانه مرستو او همداشان د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مرستو په اړه څرګندونې وکړي."

XS
SM
MD
LG