د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې ناڅرګندو کسانو د یوې کورنۍ ۷ غړي وژلي


خوست کې د وژل شوو کسانو جنازه
خوست کې د وژل شوو کسانو جنازه

په خوست کې د يوه وسله وال بريد په ترڅ کې د يوې کورنۍ اووه غړي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، وژل شوي دي.

د خوست امنيه قوماندانۍ وياند عادل حيدر نن دوشنبه جون۱۵(غبرګولې۲۶) امريکاغږ ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه د اسماعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ اړوند د ديګانو په کلي کې شوې ده.

هغه وويل، يو شمېر وسله وال کسان د ”خوست ګل‟ په نوم د يوه ځايي اوسېدونکي کور ته ننوتلي، د کورنۍ پر غړو يې ډزې کړي چې په نتيجه کې يې اووه کسان وژل شوي او يو ماشوم ټپي دی.

د نوموړي په وينا په وژل شويو کې خاوند او مېرمن، درې يې زامن او دوې يې لوڼې شاملې دي.

که څه هم عادل حيدر وويل چې د لومړنيو تحقيقاتو له مخې دا پېښه د يوې حقوقي مسئلې پر بنسټ رامنځته شوې ده، خو د دې کورنۍ کاکا ”ګردېز ګل‟ امريکاغږ ته وويل چې هغوی کومه شخصي دښمني او يا حقوقي قضيه نه لرله.

هغه زياته کړه: "د ماخوستن مې خبرونه اورېدل، ناڅاپه د ډزو غږونه شول، کله مې چې زوی ور ولېږه نو په چيغو راغی، ويل يې چې د تره ټوله کورنۍ يې تباه کړله. کله چې موږ ورته راغلو کسان تښتېدلي وو."

د دغې کورنۍ وژل شوي غړي نن سهار د هغوی کور ته نږدې په يو ځای کيندل شويو قبرونو کې خاورو ته وسپارل شول.

تر اوسه د دې پېښې مسؤليت چا پرغاړه نه دی اخيستی.

دغه پېښه داسې مهال رامنځته کیږي چې شنبې په ورځ (غبرګولې ۲۴)د د دغه ولايت په عليشېرو ولسوالۍ کې هم د ناپېژاندو وسله والو په بريد کې د اسلامي حزب د يوه غړي په ګډون اته کسان وژل شول.

د یادې پېښې تر رامنځته کېدو ورسته د خوست امنیه قوماندانۍ خلکو ته خبرداری ورکړ چې د شپې لخوا د وسلو ګرځولو څخه ډډه وکړي.

یادې قوماندانۍ ویلي و که چیري څوک له دغه امر څخه سرغړونه وکړي قانوني چلند به ورسره وشي.

خو د تیرې شپې پېښې ته په کتو لیدل کیږي چې خلکو د امنیه قوماندانۍ خبرتیا جدي نه ده نیولې.

د یادونې وړ ده چې تیره شنبه په لوګر ولایت کې هم د ناڅرګندو کسانو په برید کې د یوې کورنۍ څلور ښځینه غړې وژل شوي و.

XS
SM
MD
LG