د لاس رسي وړ اتصالات

ځانمرګي د هند په کشمیر کې شاوخوا ۴۰ نیمه پوځي پولیس ووژل


برید د هند د احتیاطي پولیسو د مرکزي ادارې د موټرو په کاروان شوی دی
برید د هند د احتیاطي پولیسو د مرکزي ادارې د موټرو په کاروان شوی دی

د هند رسنۍ وايي چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د پلوامه په سیمه کې د هند پر نیمه پوځي پولیسو ځانمرګی برید شوی دی.

رویټرز اژانس وايي چې په برید کې ۴۴ تنه وژل شوي او لسګونه نور کسان ژوبل شوي هم دي.

اسوشیتد پرس وايي چې په پاکستان کې مېشتې د جیش محمد ډلې رسنیو ته په استول شوې پيغام کې ویلي دي چې په دغه برید کې د دوی لاس دی.

د هند لومړی وزیر نریندرا مودي وايي چې له خپل امنیتي سلاکار سره یې د پلوامه په اوسني وضعیت خبرې کړي دي.

چارواکي وايي د (احتیاطي پولیسو د مرکزي ادارې) د موټرو کاروان له جمو څخه سرېنګر ته روان و چې ځانمرګی پرې وشو.

دا په دوو لسیزو کې دغلته دا د خپل ډول تر ټولو خونړی برید بلل کیږي.

د هند پولیس وايي چې بریدګر، عادل احمد، نومیږي او د همدغې سیمې د پلوامه اوسېدونکی و چې په ۲۰۰۸م له جیش محمد سره یو ځای شوی و.

XS
SM
MD
LG