د لاس رسي وړ اتصالات

په یو ځانمرګي برید کې د پاکستان د 'پوځ درې سرتېري وژل' شوي


د پاکستان پوځ وايي د چهارشنبې په ورځ جولاۍ پنځمه (چنګاښ۱۴) د خیبرپښتونخوا په میران شاه کې یو ځانمرګي بریدګر خپل موټر د د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو په پوستې باندې الوځولی دی.

په سیمه کې د پولیسو یو مقام راشد خان ویلي دي چې په برید کې درې پاکستاني سرتېري وژل شوي دي. د ده په خبره یو ماشوم هم په برید کې وژل شوی دی. راشد خان وايي ۱۴ تنه نور ژوبل شوي دي چې سرتېري او ولسي خلک دي.

نوموړي له چاودنې وروسته په لومړیو شېبو کې ویلي وو چې دوه پاکستاني سرتېري وژل شوي، خو وروسته یې بیا وویل چې یو شدید زخمي عسکر هم مړ شو.

د پاکستان پوځ په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې په برید کې یې درې سرتېري «شهیدان شوي» دي.

دا سیمه د ډیورېنډ کرښې په بلې غاړې کې د افغانستان ځینو ولایتونو ته نژدې ده او د اورپکو قوي مرکز بلل کېږي.

د رویټرز خبري اژانس وایي چې د پاکستان پوځ وايي د اورپکو په سمبالوونکو پسې ګرځېدل چې برید پرې وشو. تر دې دمه د دغه برید مسئولیت چا نه دی منلی، خو مخکې پاکستاني طالبانو او بلوڅ بیلتون غوښتونکو د دغه هېواد په امنیتي ځواکونو باندې دا ډول بریدونه کړي او مسئولیت یې منلی دی.

په کابل کې د افغان طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته، پاکستاني مقامات وايي چې په هېواد کې یې ترهګریز یزیدونه زیات شوي دي. دوی ادعا کوي چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې دي او د پاکستان په ضد بریدونه تنظیموي، خو طالبان دا ادعا ردوي. افغان طالبان وايي چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو په ضد کار واخلي.

د افغان طالبانو په منځګړتوب د اسلام اباد او پاکستاني طالبانو ترمنځ د تېرکال اوربند ډېر ونه پایده. تر دغه برید څو ورځې مخکې په بلوچستان کې هم د پاکستان په امنیتي ځواکونو وسله واله بریدونه وشول او یو شمېر یې ووژل او ژوبل شول.

XS
SM
MD
LG