د لاس رسي وړ اتصالات

د وسله والو په یو کمین کې د پاکستان دوه عسکر وژل شوي


د پاکستان په بلوچستان کې چارواکي وايي‌ چې د بلور په سیمه کې د تندلارو په یو برید کې یې دوه امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

مقامات وايي سرتېري یې د یکشنبې په ورځ جولای دویمه (چنګاښ ۱۲) د ترهګرۍ ضد د ماموریت په مهال له کمین سره مخامخ شوي دي. په برید کې یو بل پاکستانی افسر ژوبل شوی دی.

تر دې دمه کومې ډلې د دغه برید مسئولیت نه دی منلی، خو په دې وروستیو کې د پاکستان په امنیتي ځواکونو باندې بریدونه زیات شوي.

تر دغه برید څو ساعته مخکې، په همدغه ایالت کې یو شمېر وسله والو د پاکستان د امنیتي ځواکونو په یوې پوستې برید وکړ او درې پولیس یې ووژل. د پاکستان صدراعظم شهباز شریف دا برید غندلی او ویلي چې په دې اړه غمژن او خواشینی دی.

د راپورونو په اساس، په پاکستان کې په تېرو شپږو میاشتو کې په بېلابېلو بریدونو کې ۳۹۰ تنه وژل شوي چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو غړي هم په کې شامل دي. همدغه راز ۶۵۰ تنه نور ژوبل شوي دي.

په اسلام اباد کې د جګړې او امنیت د انستیتوت د راپور په اساس، ۲۶۶ تنه د تندلارو په بریدونو کې په خیبرپښتونخوا کې وژل شوي دي. راپور وايی د تېرکال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله د سږکال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تندلارو تاوتریخوالی ۸۰ سلنه زیات شوی دی.

په پاکستان کې په روان کال کې ۱۳ ځانمرګي بریدونه شوي چې له کبله یې ۱۴۲ تنه وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ تېره اوونۍ اعلان وکړ چې په روان کال کې یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې په یو لړ عملیاتو کې «۱۲۰۰ ترهګر وژلي او یا نیولي» دي، د پاکستاني مقاماتو دا ادعا په مستقل دول نشي تائید کېدای.

د پاکستان د پوځ ویاند وویل چې د ترهګرو په ضد عملیاتو کې ۹۵ امنیتي سرتېري هم وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG