د لاس رسي وړ اتصالات

له تحصیل څخه د یوې محرومې محصلې داستان؛ وايي کرکه کوي چې نجلۍ ده


ثمیرا سیدي، د ژورنالیزم پوهنځي محصله
ثمیرا سیدي، د ژورنالیزم پوهنځي محصله

د ثمیرا سیدي د ژوند غټ ارمان دا دی چې ژورنالسته شي. هغه د ننګرهار پوهنتون د ژورنالیزم د پوهنځي د درېیم کال محصله وه او د خپل ارمان پوره کېدو ته ډېره نږدې شوې وه چې د پوهنتون دروازې یې پر مخ وتړل شوې.

ثمیرا وايي، ناهیلې شوې تر دې چې له دې کرکه لري چې نجلۍ ده.

هغې وویل: "زما لپاره تر ټولو سخته دا ده چې زما ورور زما په څېر یو انسان دی. هغه بهر ته ځي هر څه چې یې زړه غواړي کولای شي خو زه له کوره نشم وتلای. دا ډېره دردونکې ده او یوازې افغانې نجونې دا درد احساسولای شي. زه د خپل ژوند او نجلۍ والي څخه کرکه لرم."

افغانستان د نړۍ په هغو هېوادونو کې دی چې د نفوس د نیمایي ‌نه زیاته برخه یې ځوانان دي. د ملګرو ملتونو د رپوټونو پر بنسټ، د افغانستان د نفوس ۵۱.۴ سلنه ځوانان دي او د ځوان نفوس لرونکو هیوادونو په لیست کې څوارلسم ځای لري.

د ملګرو ملتونو دا موندنه په افغانستان کې د ځوانانو اړتیاوو او د زده کړې په شمول د هغوی اساسي حقونو ته پام اړوي چې نړیواله ټولنه پرې ټینګار کوي.

طالبانو تېر کال په افغانستان کې له بیاواکمنېدو وروسته د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځيو دروازې وتړلې. دغې ډلې تېره میاشت نجونې پوهنتون ته له تللو هم منع کړې.

په افغانستان کې دننه او بهر د هغو ځوانانو شمیر ورځ تر بلې زیاتیږي چې د افغان نجونو او هلکانو دپاره تعلیم ته د لاسرسي د بنسټیز حق غږ پورته کوي.

ثمیرا سیدي وايي: "د افغانستان ځوانان پیاوړي دي. دوی د نورې نړۍ په شان بهتره ژوند غواړي."

وایي، ګوري چې نړۍ کومې خوا ته درومي ‌او څومره په چټکۍ پرمختک کوي خو افغان ځوانان او په ځانګړې توګه نجونې د خپل دې ارزښتناکه او بنسټیز حق نه بې برخې دي.

ډیرې افغانې نجونې دا حالت چې هلکان تعلیم کولای شي خو د نجونو پر مخ تعلیمي مرکزونه تړل شوي، له ځان سره تبعیضي چلند بولي. ثمیرا وایي، پدې درد یوازې افغانې نجونې پوهیږي ‌ځکه اوس په نړۍ کې یوازې دوی دي‌ چی د تعلیم حق نلري.

سمیرا وايي، نجونې نورې نشې کولای چې لاس تر زنې کښېني ځکه دوی اوس پدې پوه دي چې تعلیم یې ژوند بهتروي.

په افغانستان کې د جنګ او په ۱۹۹۰ لسیزه کې د طالبانو د لومړۍ دورې واکمنۍ نه وروسته د نجونو د یو نسل د نالوستي پاتې کېدو یو لامل دا ګڼل کیږي چی طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره کې هم د نجونو پر تعلیم ورته بندیزونه لګولي وو.

ځکه اوس نوی ځوان نسل وايي، د همدې زيانونو د مخنیوي دپاره د نجونو د ښوونځیو بیا پرانستلو ته باید جدي توجه وشي او ارزښت یې باید له پامه ونه غورځول شي.

ثمیرا سیدي وايي: "خو موږ اوس باید یوازې پرې نښودل شو. زموږ پلرونه، مشران، وروڼه او ښوونکي باید له موږ سره یو ځای شي او په هره ممکنه توګه زموږ د حقونو دفاع وکړي."

اکثره افغانې نجونې وايي چې دا د دوی دپاره تاریخي پړاو دی ترڅو وښيي چې له تعلیم څخه د دوی محرومول ټولنه د تیارو لورې ته بیايي.

ثمیرا وایي دا هغه څه دي ‌چی هیڅکله به یې سطحي ونه نیسي او تل به یې د ارزښت غږ اوچت او رسا ساتي. او زیاتوي چی نړۍ هم باید له افغانو نجونو سره یو ځای شي او د تاریخ نه په زده کړې د تعلیم د نه شتون زیانونه درک کړي او د افغانو نجونو او میرمنو په ملاتړ عملي ګامونه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG