د لاس رسي وړ اتصالات

د سیمې او نړۍ ۲۷ هیوادونو له طالبانو څخه د نجونو د ښوونځيو خلاصولو غوښتنه کړې


د افغان نجونو پرمخ د ښوونځيو خلاصولو د غوښتونو په دوام، د سیمې او نړۍ ۲۷ هیوادونو په یوې ګډې اعلامیې کې د طالبانو له حکومت څخه د نجونو د متوسطه ښوونځيو خلاصولو غوښتنه کړې ده.

په «افغانستان کې د ښځو د ملګرو ډلې» تېره شپه اکتوبر ۱۹ (تلې ۲۷) په یوې اعلامیې کې په افغانستان کې د اساسي او بشري حقوقو ته د نه دروناوي زیاتوالي ترڅنګ، د ښځو او نجونو د تحصیل په وړاندې د طالبانو حکومت د محدودیتونو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.

په «افغانستان کې د ښځو د ملګرو ډلې» هیوادونو د امریکا متحده ایالاتو او برتانیې ترڅنګ، قطر،استرالیا، بنګله دېش،بلجیم، کاناډا،چاد، فرانسه، جرمني، یونان،هنګري، اندونیزیا،ایرلنډ، ایټالیا، جاپان، لبنان، لیتوانیا، ناروې، سريلانکا، ترکیه، ترکمنستان او د متحده عربي اماراتو په ګډون ځینې نور هیوادونه هم شامل دي.

د یاد ګروپ په اعلامیه کې ویل شوي: "دغه ډله پر طالبانو غږ کوي چې ژر تر ژره دې په افغانستان کې د نجونو د متوسطه زده کړو په وړاندې اغېزمن بندیز چې له یو کاله لګېدلی، بیرته واخلي."

په یاده اعلامیه کې د طالب چارواکو لخوا د هغه ښوونځيو د بیرته بندولو په اړه اندېښنه ښودل شوې چې څه موده وړاندې په ځينو ولایتونو کې د سیمې د خلکو لخوا پرانیستل شوي و.

د تیرې سپټمبر میاشتې پر شپږمه (وږې ۱۵) په پکتیا ولایت کې د خلکو او ښوونځيو د مدیرانو لخوا تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو پرانیستلو راپورونه ورکړل شول. خو ویل کیږي چې دغه ښوونځي بیرته بند شوي دي.

په «افغانستان کې د ښځو د ملګرو ډلې» هیوادونو پخپلې اعلامیې کې ټینګار کړی چې د نجونو پر زده کړو د طالبانو حکومت محدودیت د اکثریت خلکو غوښتنه نه ده او په خبره یې افغانستان به په نړۍ کې یوازینی هیواد وي چې نجونې له متوسطه زده کړو څخه منعه دي.

په بیان کې ویل شوي: "دغه ډله یو ځل بیا د نجونو په ګډون د ټولو افغانانو لپاره د زده کړو پر حق باندې ټينګار کوي او له طالبانو څخه غواړي چې د زده کړو حق ته احترام وکړي او په ټول افغانستان کې د ټولو زده کوونکو او نجونو پر مخ د ښوونځيو خلاصولو په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي."

په یاده اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي چې د نجونو او ښځو د زده کړو په وړاندې محدودیتونه د افغانستان د راتلوونکي په اړه له دغه هیواد سره د اقتصادي مرستو مخه نیسي. بیان زیاتوي چې په دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز سره به د افغانستان داخلي ناخالصو تولیداتو کې به ۶۰۰ میلیون امریکايي ډالره کموالی راشي.

په «افغانستان کې د ښځو د ملګرو ډلې» هیوادونو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له سیاسي استازولۍ (یوناما) څخه غوښتي چې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو په وړاندې محدودیتونو موضوع له نژدې تعقیب او په دې برخه کې معلومات له دوی سره شریک کړي.

دا په داسې حال کې دي چې پر افغانستان د طالبانو د حاکمیت یو کال په تېرېدو په دغه هیواد کې تر امر ثاني د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ټولګي بند شوي دي چې په کور دننه او بهر یې پراخ غبرګونونه پارولي دي.

په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو بندېدو په اړه د کورنیو او نړیوالو غبرګونونو په دوام د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه صندوق یا (یونیسف) په افغانستان کې د نجونو پر مخ د لېسې او متوسطه ښوونځيو د بندېدو د دوام په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې له زده کړو څخه د نجونو محرومیت د افغانستان اقتصاد ته لږ تر لږه ۵۰۰ میلیون ډالر زیان رسولی دی.

د څه باندې یو کال په تېرېدو سره په افغانستان کې د طالبانو حکومت د هیڅ هیواد لخوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی. تر دې مخکې د افغان ښځو او نجونو د حقوقو په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي رینا امیري ویلي و که طالبان غواړي نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي باید د نجونو او ښځو حقوقو تامین ته پام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد څو ورځې مخکې په ترکیه کې د دیني علماو د اتحاد یوې غونډې ته ویلي و چې حکومت یې د نجونو زده کړو ته ژمن دی.خو دا یې نه وه روښانه کړې چې دغه ښوونځي به کله پرانیستل شي.

XS
SM
MD
LG