د لاس رسي وړ اتصالات

په قاضي کاونا دریمې ښځې د جنسي ځورونې تور ولگاوه


نن د چارشنبې په ورځ دریمې ښځې د امریکا د سترې محکمې لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نوماند بریټ کاونا د جنسي ځورونې تور ولگاوه

د دې مخکې دوو ښځو د امریکاسترې محکمې ته نوماند قاضي بریټ کاونا باندې د جنسي ځورونې تورونه لگولې دي.

د امریکا د واشنگټن ډي سي اوسیدونکې جولي سویټنک په درې پاڼې اوږد بیان کې لیکلي دي چې قاضي بریټ کاونا د ١٩٨٠ په لسیزې کې هغه په جنسي توگه ځورولي ده. هغه دا هم وایي چې کاونا به ډیر زیات شراب څښکل او د ښځو سره یې نامشروع اړیکې لرلې.

د سنا قضایي محکمه د دغو دریو میرمنو تورونه پلټي.

د یادونې وړ ده چې قاضي کاونا د جولي تورونه رد کړیدي او ویلي یې دي چې هغه دغه ښځه نه پیژني او داسې هیڅ پیښه نده شوې.

ولسمشر ټرمپ ټې قاضي کاونا یې د ستری محکمې لپاره نوماند کړیدی، په هغه لگیدلې تورونه رد کړیدي.

XS
SM
MD
LG