د بریتانیا په لیورپول ښار کې یو کس د فوټبال نندارچیان په خپل موټر وهلي، لسګونه کسان ژوبل شوي او د دغې پېښې په تړاو یو ۵۳ کلن بریتانوی نیول شوی دی.
د فوټبال نندارچیانو په پریمیرلیګ کې د «لیورپول فوټبال کلب» د بري خوشحالي نمانځله چې دغه سړي په موټر ووهل.
پولیس وایي چې بریدګر یوازې دی او پېښه له ترهګرۍ سره کومه اړیکه نه لري، خو پولیسو نه دي ویلي چې نیول شوی کس ولې او څنګه دا کار کړی دی.
پولیسو وویل چې نیول شوی کس «۵۳ کاله عمر لري، سپین پوستی بریتانوی او د لیورپول د سیمې» اوسېدونکی دی.
امنیتي مقامات او په سیمه کې سیاستوال وایي چې دا مهمه ده چې د سوشل میدیا د دې نظر مخه ونیول شي، چې ګنې دا یو اسلامیست ترهګریز برید و.
په ټولنیزو رسینو کې په خپرو شویو ویدیوګانو کې ښودل کېږي، چې موټر په خوشحالي نمانځونکو ور وستل کېږي او لږ تر لږه څلور کسان تر موټر لاندې کېږي، په دغې سیمې کې د موټرو لارې هم تړل شوې وې. کله چې موټر درېږي، پارېدلي خلک په موټر یرغل کوي، خو پولیس یې نه پرېږدي چې موټر چلوونکي ته ځانونه ورسوي.
پولیس وایي چې د ۲۰ ژوبل شویو کسانو درملنه ځای په ځای وشوه او ۲۷ نور کسان روغتون ته انتقال کړل شول. د لیورپول ښاروال سټیف روترام وویل چې «څلور کسان ډېر زیات ژوبل دي او لا هم په روغتون کې» دي.
د لیورپول لوبډلې تېرځل چې اتلولي ګټلې وه د کرونا ویروس د وبا په مهال و، چې خلکو ته اجازه نه وه په ډله ایز ډول خوشحالي ونمانځي.
مقامات وايي اټکل کېږي چې تر یو میلیون پورې مینه وال د لیورپول د هغه سرخلاصي بس د لیدو لپاره راوتلي وو، چې لوبغاړي په کې ناست او په سړکونو کې ګرځېدل.
د بریتانیا صدراعظم کییر سټارمر د خدمې له کارکوونکو څخه د هغوی د عاجل اقدام له کبله مننه کړې او ویلي دي، چې «هرڅوک او په خاص ډول ماشومان باید له ویرې پرته د خپلو اتلانو د خوشحالۍ ونمانځي».
فورم \ دبحث خونه