د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د صوابۍ د ولسوالۍ د دفتر له خوا د برکای افغان کډوالو کمپ اوسیدونکو ته ددې کمپ څخه د وتلو خبر ورکړ شوی او دوکانونه يې هم تړل شوي دي.
دا د حکومت له لوري د کمپ د تړلو د پریکړې نه وروسته ترسره شوې. د صوابۍ د مرکزي دفتر د کمشنر مرستیالې، الینا شکیل، د دوشنبې په ورځ د دې کمپ څخه د لیدنې پر مهال وویل چې حکومت غواړي د برکای کمپ په رسمي توګه وتړي.
الینا شکیل له ټولو افغان کډوالو غوښتنه وکړه چې د حکومت د تګلارې سره سم له چارواکو سره همکاري وکړي او د خپل هېواد بېرته ستنېدو پروسې کې برخه واخلي. هغې ټینګار وکړ چې د ولسوالۍ بیلابیلې ادارې به د حکومت د لارښوونو پلي کولو کې هیڅ ډول نرمښت ونه کړي او هره سرغړونه به جدي وګڼل شي.
د کمپ د تړلو لپاره د چارواکو له خوا پر سوداګریزو مرکزونو بندیز لګول شوی دی او د کمپ د اداري او قانوني تړلو اړوند اقدامات پیل شوي دي. الینا شکیل افغان کډوالو ته وویل چې دا به دوي ته پدې اړه وروستی خبرداری وي، چې د حکومت د پالیسۍ سره سم باید عمل وکړي اود بېرته ستنېدلو چارې باید ترسره شي.
په همدې ترڅ کې افغان کډوال چې په کمپ کې مېشت دي وایي چې دوي اکثره له اوږدې مودې راهیسې پدې کمپ کې ژوند کوي او په دې ځای کې زېږېدلی دی. نو په داسې کم وخت کې د څلوېښت کلن کاروبار بندول، بیرته هیواد ته ستنېدل او د ژوند بیا جوړول ورته خورا ستونزمن کار دی.
دوي د پاکستاني چارواکو څخه غوښتنه وکړه چې دوکاندارانو ته اضافه وخت ورکړل شي څو دوی خپل پاتې حسابونه او سوداګریزې چارې د اختر مخکې حل کړي.
دا اقدام د هغه پراخ بهیر دوام بلل کېږي چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې پیل شوی او له مخې یې زرګونه افغان کډوال بېرته ستنېدلو ته اړ شوي دي.
ډېری هغه کمپونه چې اوس د تړل کېدو له پرېکړې سره مخ دي، د ۱۹۸۰مې لسیزې په لومړیو کلونو کې جوړ شوي وو، کله چې د افغانستان جګړو ګڼ شمېر کورنۍ پاکستان ته کډه کولو ته اړ کړې وې.
فورم \ دبحث خونه