د لاس رسي وړ اتصالات

سویډن د یهودانو ضد کرکې زیږنده جرمونو د زیاتوالي راپور ورکړی


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د سویډن حکومت د پنجشنبې په ورځ مۍ دوهمه (ثور ۱۳مه) د یو راپور په خپرولو سره ویلي چې د اکټوبر له اوومې څخه د ۲۰۲۳ کال تر پایه په دغه هېواد کې د یهودانو پر وړاندې د کرکې زیږنده جرمونو ۱۱۰ پېښې ثبت شوې دي.

په سویډن کې د جرمونو د مخنیوي ملي شورا ویلي چې په هغه هېواد کې د دغه ډول جرمونو کچه د تېر کال د همدې مودې د حدودو په پرتله پنځه برابره لوړه شوې ده. د دې بنسټ د موندنو له مخې، شاوخوا ۲۰ فیصده شکایتونه او ثبت شوي قضیې "د حماس بریدونو ته یو ډول اشاره...او یا د هغه وروسته په غزه کې تاوتریخوالي پورې اړوند" دي.

په سویډن کې د جرمونو د مخنیوي د ملي شورا مشر جان لونډګرن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې: «په دې قضیو کې په مظاهرو کې د یهودانو ضد شعارونه او ویناوې او همداشان د یهودانو اړوند هغو کسانو ګواښل شامل دي چې په غزه کې د اسرائیل د اقداماتو په خاطر مقصر ګڼل شوي دي."

د تېر کال د اکټوبر په اوومه د حماس له بریدونو وروسته چې د اسرائیلي چارواکو په وینا ۱۱۷۰ کسان یې ووژل، اسرائیل د غزې په تړانګه کې پراخ بریدونه پیل کړل، چې د غزې د روغتیا وزارت په وینا تر دې دمه په کې لږ تر لږه څه دپاسه ۳۴۶۰۰ کسان وژل شوي چې اکثر یې ښځې او ماشومان دي.

دغو بریدونو د نړۍ پراخ غبرګونونه راپارولي او د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د یهودانو ضد او یا اسلام ضد بریدونو سبب شوي دي.

د امریکا په ځینو معتبرو پوهنتونونو کې د فلسطین د خلکو په ملاتړ یو شمیر محصلینو له څه مودې راهیسي مظاهرې او لاریونونه پیل کړي او په سلګونو مظاهره کوونکي د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

په غبرګون کې یو شمیر محصلینو د اسرائیل په پلوي مظاهرې پیل کړي او د مظاهره کوونکو ددغو دوو ډلو ترمنځ د نښتو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG