سویس کې د فدرال په کچه یوې محکمې د "مساعدو انفرادي شرایطو" له مخې، د افغان کډوالو پر بېرته ستنولو حکم کړی چې له مخې یې سویس ته راغلي افغانان بېرته افغانستان ته استول کېدای شي.
سویس کې د SWI په نوم یوې رسنۍ خبر ورکړی چې محکمې دا پرېکړه هغه مهال وکړه چې د یوه ځوان افغان د بېرته ستنېدو پر ضد د استیناف غوښتنه رد شوه.
د محکمې په حکم کې راغلي که څه هم د بېرته ستنېدو بهیر باید محدود پاتې شي خو اوس د ځینو مناسبو انفرادي شرایطو په شتون کې د یو شمېر کډوالو بېرته ستنېدنه شونې ده.
په خبر کې د هغه افغان پناه غوښتونکي په اړه ځینې معلومات خپاره شوي چې محکمې یې د پناه غوښتنې په اړه د استیناف غوښتنه رد کړې ده. ویل شوي چې دغه ځوان مسلکي تجربه لري او په کابل کې ګڼې کورنۍ لري.
ددغه افغان پناه غوښتونکي نوم نه دی په ډاګه شوی خو په خبر کې لیکل شوي چې د سویس د کډوالۍ ادارې د ۲۰۲۵ کال په پای کې د هغه د پناه اخیستو درخواست رد او د شړلو امر یې کړی و.
فورم \ دبحث خونه