د سوریې د شمالي ښار حلب د نیولو لپاره جگړې په داسې حال کې یواربیا زور اخیستی چې د حکومت مخالفو یاغي ډلو ددې ستراتیژیکې سیمې د نیولو لپاره نور جنگیالي هم استولي او حکومتي ځواکونو هوایي بریدونو ته زور ورکړی دی.
د حلب د نیولو لپاره جگړې وروسته له هغې زور واخیست چې یاغیانو د حلب د ښار دری اونیزه محاصره ماته کړه.
د سان فرانسیسکو د پوهنتون یو سیمه ییز څیړونکي ستفن زونیس د امریکا غږ ته ویلي دي چې د سوریې د حکومت مخلف ځواکونه په یو چم بریالي شوي دي چې "شاوخوا ٣٠ مختلفې وسله والې ډلې سره لاس یو کړي، محاصره ماته کړي او د توپچي قواو د یو ښونځي او یو لوی مرکز په گډون دغه پوځي سیمه ونیسي".
د حلب د نیولو لپاره د یاغي ډلو په ایتلاف کې د النصره جبهه چې د القاعده شبکې یوه څانگه ده عمده گروپ دی. له بلې د سوریې حکومت هم د حلب ښار بشپړه نیول غواړي. دغه ښار کې د ٢٠١١ کال د مارچ د میاشتې راهیسې سختې جګړې شوي دي.
د ملگرو ملتونو سازمان تیره اونۍ اټکل وکړ چې په حلب کې ٢٥٠٠٠٠ کسان ایسار پاته دي. دوی وایي چې د حلب وضیعت د سوریې د نورو ځایونه په پرتله خورا بد دی. ملگرو ملتونو یو شمیر محاصره شویو سیمو ته خوراکي توکي رسولي دي، خو د ځنو مشخصو تدارکاتو په لیږدولو کې له ستونزو سره مخامخ دي.
له بلې خوا د سوریې حکومت له خپلې لورې د حلب د هغو سیمو خلکو ته چې د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې اوسیږي اطمینان ورکوي چې د یاغیانو د بریدونو سره سره به دوی ته مصرفي توکي ولیږدول شي.
د یکشنبې په ورځ د یاغي ډلو پرمختگ د حکومت تر کنترول لاندې سیمو کې ډار رامنځ ته کړی چې کیدای شي یاغیان دغه سیمې هم ونیسي.