د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې وضیعت د کارپوهانو له آنده


په سوریې کې کورنۍ جګړه لا ادامه لري او ډیپلوماتیکي هلو ځلو دومره پرمختګ نه دی کړی. د ملګرو ملتونو د آمارو له مخې تر اوسه پوري په دې شخړه کې ۶۰ زره خلګ وژل شوي دي. ماهرین په دې باور دي چې ددغه هیواد شخړه ژر نسي حل کیدای او که ولسمشر اسد د قدرت څخه هم ایسته شي په دغه هیواد کې به تشدد ادامه پیدا کړي حتی ښايي تر دې لا زیات شي.

په سوریې کې تشدد په داسې حال کې ادامه لري چې تراوسه پوري نه حکومتي او نه د حکومت ضد قواووې په دې توانېدلي دي چې بشپړ بریالیتوب د ځان کړي. خو د چارو ماهرین وايي چې د دې نه وروسته حالت کیدای شي تر دې لا پسي خراب سي.

د لندن د سکول آف ایکونامیکس څخه عالیه براهیمي داسي وايي: ،،البته چې په سوریې کې د بد حالت د رامنځ ته کیدو امکان د تصور وړ حالت نه هم ورتیر دی.،،

د چارو کارپوهان دا هم وايي چې په سوریې کې ښايي وضع د اسد د رژیم د نسکوریدو وروسته هم په همدغه ډول ادامه پیدا کړي او تر دې هم زیات پسي خراب سي.

د لندن د سکول آف ایکونامیکس څخه عالیه براهیمي بیا داسي وايي: ،،هغه څه چې ممکن ښکاري دا دي چې که چیري رژیم نسکور هم سي نو د دې امکان سته چې د خلګو ترمنح د غچ اخیستنې لړۍ پیل سي او خلګ په خپلو مینځنو کې وموښلي. دغه راز د دې امکان هم سته چې د قدرت دپاره د بریالیوو سیالو ډلو ترمنځ د تشدد ډکه مبارزه وسي او بیا سیمه ایز قدرتونو د خپلې خوښې ډلې حمایت کړي.،،

دا د اندېښنې وړ یوه مسله ده خو د تعجب وړ مسله نه ده. سوریه د شعیه او سني مسلمانانو، بیلابیلو قبیلو، ډلو، اسلامي جګړمارو او لیبرالو سوریه یانو نه تشکیل شوې ده.

د لندن د سکول آف ایکونامیکس څخه عالیه براهیمي داسي وايي: ،،سوریه یو داسي کړکیچ ده چې ښايي د کلونو په ترڅ کې حل نسي ځکه په کښي فرقه ایي شخړې او د سیمه ایزو قدرتونو د نفوذ پیدا کولو هڅې روانې دي.،،

براهیمي ایران ته اشاره کوي چې یو شعیه قدرت دی او په سوریه کې د شعیه الوي فرقې نه ملاتړ کوي او سوریې بیا په خپل واري سره پر لبنان باندي نفوذ ساتي. بلي خوا ته بیا سعودي عربستان دی چې غواړي په سوریه کې د سنیانو په مشري حکومت تشکیل سي او د ایران نفوذ په کښي کمزوری شي.

بلي خوا ته بیا لویدیځ قدرتونه دي چې غواړي یوه لیبراله او ډیموکراتیکه سوریه رامنځ ته سي په داسې حال کې چې روسیه بیا دې ته ژمنه ده چې په دغه هیواد کې خپل نفوذ خوندي وساتي.

خو د بریتانیا او عربستان د تفاهم په ګډې شورا کې د کریس ډویل په شان ماهرین بیا وايي چې داسي نه ده چې په سوریه کې دي د روانې کورنۍ جګړې مخه ونه نیول شي خو باید داخلي او خارجي دخیلو خواوو ته ډاډ ورکړل سي چې د دوي ګټې به خوندي ساتل کېږي.

هغه داسي وايي: ،،که چیري د سوریې رژیم هم دا اوس سقوط وکړي نو په دغه هیواد کې به د قدرت د ترلاسه کولو لپاره غټه لانجه پیل شي. خو که چیري یو سیاسي حل لاره پیدا سي او یو شفاف انتقالي بهیر رامنځ ته سي نو د دې امکان شته چې سوریې ددغه کړکیچن حالت څخه ووځي او پر سمې خوا روانه سي.،،

خو د دې کار لپاره باید پر یوې لویې جنجالي مسلې باندې موافقه وسي او هغه دا چي آیا ولسمشر اسد به په قدرت کې د انتقالي حکومت لپاره پاته شي او که دي سمدستي استعفا وکړي. داسي نه ښکاري چې یوه خوا دي هم پر دې مسلې باندې سره موافقه ولري.
XS
SM
MD
LG