د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې په جنګ کې ۳۵۰ زره ولسي خلک وژل شوي - ملګري ملتونه


د حلب ویجاړ شوی ښار
د حلب ویجاړ شوی ښار

د ملګري ملتونو څېړنه ښيي‌ چې په سوریه کې کې د ۲۰۱۱ د مارچ له میاشتې څخه د ۲۰۲۱ تر مارچ پورې (لس کاله) ۳۵۰زره ولسي خلک وژل شویدي.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر ددغو څېړونو مسئولیت درلود او پایلې یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وسپارلې.

د عالي کمیشنر دفتر په ۲۰۱۴ کال کې د ملکي خلکو د وژنې د شمیر ثبتول ودرول، ځکه د تائید وړ معلوماتو ترلاسه کول ډیر سخت او خطرناک شول.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشرې میشل بشلیت وویل د ۳۵۰ زرو کسانو شمیره د دوی د خپلو معلوماتو، د مدني ټولنو له خوا د راټولو شویو معلوماتو او د سوریې له حکومت څخه په ترلاسه شویو معلوماتو بنا ده.


هغې وویل:" زمونږ په شمېرو کې شامل کسان د نومونو ، د وژل کېدو د نیټې او سیمې په اساس ثبت شويدي. خو دغه لست په هیڅ صورت د ټولو هغو وژل شویو کسانو حقیقي شمیره نشي ښودلی چې د سوریې د جنګ له پیل راهیسې تر دې دمه وژل شویدي."

د ثبت شویو شمیرو له مخې دیر خلک په حلب کې وژل شویدي، له هغه وروسته ډیرې وژنې د دمشق په اطرافي سیمو، حمص، ادلب، حما او طرطوس کې شوې دي. په رپوټ کې ویل شویدي چې په هرو ۱۳ وژل شویو کسانو یوه ښځه وه او په هرو ۱۳ کسانو کې په اوسط ډول یو ماشوم و.

آغلې بشلیت وویل دا مهمه ده چې په یاد وساتو چې داشمېرې یواځې ددغې وژونکې جګړې شمېرې او احصائیې نه دي بلکه هره شمېره یو انسان دی.

هغې وویل:" هره ثبت شوې شمېره یو انسان و، چې آزاد زېږېدلی و ، مساوي حقونه او عزت یې درلودل. مونږ باید تل د قربانیانو کیسې په فردي او ټولیز ډول باندې خلکو ته وړاندې کړو ، ځکه دغه ډوله وحشتناکې وژنې او بې عدالتي باید مونږ اقدام کولو ته وهڅوي."

آغلې بلشیت وویل د هغې دفتر به د منل شویو احصائیوي تخنیکونو په کارولو سره د سوریې په شخړه کې د ورکو شویو کسانو د شمیر په معلومولو کار پیل کړي. هغې وویل د ورکو شویو کسانو د شمیر په معلومولو سره به مونږ وکولی شو چې د دغې جګړی مکمل انځور او د سوریې په خلکو باندې یې اغېز معلوم کړو.

د سوریې د جګړې له امله د نړۍ په کچه د مهاجرت یو لوی بحران رامنځته شو. له دغه هیواد څخه ۶.۸ میلیونه خلک ګاونډیو هیوادونو او د نړۍ نورو برخو ته کډه شوي او ۶.۷ میلیونه نور په سوریې کې دننه بې ځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG