د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه وايي په حلب کې اوربند د دوی ابتکار دی


روسیه وایي د سوریې د حلب په جنګ ځپلي ښار کې د ۷۲ ساعتونو اوربند د دوی په مرسته وشوه. په الیپو کې د سوریې د رژیم د ځواکونو او مخالفانو ترمنځ په وروستۍ جګړې کې شاوخوا ۳۰۰ تنه ووژل شول.

د روسیې د انټرفاکس خبري اژانس وايي ټاکل شوې وه، چې په حلب کې دوه ورځنی اوربند د شنبې په ورځ ختم شي، خو د "روسیې په ابتکار" سره دغه اوربند درې ورځې نور هم وغزېده.

انټرفاکس وايي د روسیې د دفاع وزارت اعلان کړی، چې د سوریې په شمالي ښار لتاکیا کې هم اوربند درې ورځې نور اوږد شوی دی. ملګرو ملتونو او روسیې تېره اونۍ په لتاکیا او دمشق ته نژدې د غوتا په سیمو کې هم اوربند اعلان کړ.

د دغو اوربندونو هدف په ټولې سوریې کې د جګړې د ختمولو هلې ځلې بلل کیږي، چې د همدغه کال په فبرورۍ کې پیل شوي دي.

په حلب کې روانو جنګونو دا ویره پېدا کړې وه، چې شاید د سوریې د رژیم او مخالفانو ترمنځ سیاسي خبرې او همدغه راز د اسلامي دولت یا داعش پر ضد د ملتونو روانه جګړه خرابه کړي.

په سوریې کې له څو کلونو راهیسې جنګ روان دی، چې لسګونه زره خلک په کې ووژل شول او ژوبل شول او بې شمېره نور یې ګډوال شول.

XS
SM
MD
LG