د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریه کې ځانمرګي برید او چاودنو ۴۳ کسان ووژل


پر تلویزون د بریدونو سیمه ښودل کیږي، چې ډېره خرابي یې کړې ده
پر تلویزون د بریدونو سیمه ښودل کیږي، چې ډېره خرابي یې کړې ده

د سوریې په یو شمېر ښارونو کې په بېلا بېلو چاودنو او ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۴۳ تنه ووژل شول. په بریدونو کې تر ډېره د حکومت تر کنترول لاندې سیمې او حکومتي ودانۍ په نښه شوي دي.

د سنا حکومتي اژانس وايي بریدونه په سرحدي ښار طرطوس، په مرکزي ښار حمص، دمشق په څنډو او په شمال ختیځ ښار الحسکه کې شوي دي.

سنا وايي په ساحلي ښار طرطوز کې د ترهګرو په چادونو کې ۳۵ تنه وژل شوي دي او همدغه راز د الحسکه په ځانمرګي برید کې اته تنه ووژل شول. د داعش ډلې تر دې دمه یوازې د الحسکه د ځانمرګي برید مسولیت منلی دی.

د اسوشیټټ پرس خبري اژانس وايي په لندن کې د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي چې په دغو ټولو بریدونو کې لږ تر لږه ۴۷ تنه وژل شوي دي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.

یو عیني شاهد د سوریې دولتي تلویزون ته وویل "موږ یوې امنیتي پوستې ته نژدې وو چې چاودنه وشوه، زموږ ګاډي اور واخیست او بیا امنیتي ځواکونو له ګاډي وویستلو."

پر تلویزونو د چاودنو او بریدونو د سیمو تصویرونه ښودل کیږي، چې ډېره خرابي یې کړې ده، اور بل دی او تور لوګي اسمان ته خیژي.

د مۍ په میاشت کې په هسکاکی او ترتوز کې هم دوه ځانمرګي بریدونه شوي وو، چې ۱۶۰ تنه یې ووژل او داعش د دغو بریدونو مسولیت منلی و.

XS
SM
MD
LG