د لاس رسي وړ اتصالات

سوریې په فرانسه تور ولګوی چې د مخالفینو سره مرسته کوي


سوريي نن د یکشنبې په ورځ په فرانسې باندې انتقاد وکړ چې د یاغیانو خوا يې نیولې ده او غواړي چې ولسمشر بشار الاسد له قدرت نه ایسته کړي.

سوریه وايي د یاغیانو سره د پاریس کلک ملاتړ پرته له دې چې د ملگرو ملتونو نوي ماموریت ته تاوان ورسوي چې هدف يي دغه جنجال ته د یو ډیپلوماتیک حل پیدا کیدل دي، بله گټه نلري.


فرانسه چې یو وخت يې سوریه مستعمره وه، یو له هغو لویدیځو هیوادونو نه ده چې د اسد د رژیم ډیر سخت مخالفه ده او ددې میاشتی په سر کې یې اعلان وکړ چې هغو سیمو ته مرستې او پیسې په مستقیمه توگه استوي چې د یاغیانو ترلاس لاندې دي.
په داسې وخت کې چې له نړیوالې ټولنې نه ډیرې غوښتنی کېږي چې په دغه هیواد کې دي د وینو د توییدلو مخه ونیول سي ، دا لومړی ځل دی چه د یو لویدیځ هیواد نه دغه ډول یو اقدام کیږي.
د سوريي د بهرنیو چارو د وزارت نطاق جهاد مقدیسي نن وویل ددغه جنجال په باره کې د فرانسې دریځ د هغې د دماغی ناروغې نه منشا اخلي.

په عین حال کې د امریکا عالي رتبه دیپلوماته وايي د روسیې د مشرانو سره د سوریې د بحران په هکله خبرو گټه نه ده کړې.

د امریکا د باندنیو چارو وزیرې هلیري کلنتن د آرام سمندر د سیمې هیوادونو د اقتصادي همکارۍ په عالي غونډې کې نن وویل چې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین او بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف سره یې د ولسمشر بشارالاسد په ضد د سوریې د خلکو د بغاوت د حل په لارو چارو وغږیده خو سمه نتیجه ېې ورنکړه.

خارجه وزیرې هلیېری کلنتن وویل، که چیري دغه اختلافونه همداسې ادامه ولري، نو هغه نیت لري چې د هغو هیوادونو سره وغږیږي چې د سوریې د مخالفینو د مبارزې ملاتړ کوي.

روسیې او چین مکررا د ملگرو ملتونو د امنیت په شورا کې د غربي او عربي قدرتونو د هغو هڅو مخه نیولې ده چې په ولسمشر اسد باندې د بندیزونو د وضع کیدو دپاره کول.

په عین حال کې ټاکل شویده چې د سوریې د پاره د عربو د ټولنې نوی استازی لخدر براهیمي نن دمشق ته د روانیدو نه مخکي ، قاهرې ته ولاړ شي.
پرون په سوریه کې د حلب په اوسیدونکو باندې اوبه ځکه قطع شوې چې د حکومتي قواوو او د یاغیانو ترمنځ د جنگ په دوران کې د اوبو غټ پایپ لاین ولگیده او زیانمن شو.

د سوریی د حکومت مخالف مبارزین وای
ې حکومتی قواوو نن د حلب ښار بمباري کړیدی . د رپوټونو له قراره لس گونه کسه په دې بمباریو کې وژل شوي دي. د حلب په اوسیدونکو اوبه قطع شویدي ځکه چې د اوبو غټ پایپ لین زیانمن شویدی.
مخالف مبارزین وایی چه د حلب په شمال کې د هستوگنی په سیمو حملې شویدي. په دې بمباریو کې تلفاتو پوره شمیر نه دی معلوم او رپوټونه هم کومې مستقلی منبع نه دي تایید کړي.


ددې ننۍ بمبارۍ نه یوه ورځ مخکي په حلب کې د حکومتی قواوو او د یاغیانو تر منځ د جنگ په دوران کې د ابو غټ پایپ لین زیانمن شو.
مخالفین وایی چې د حکومتي قواوو په ډزو کې پایپ لین قطع شو ، خو د سوریې مامورین بیا وایي چې یاغیانو پخپله دغه ورانکاري کړیده.
XS
SM
MD
LG