د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش لسګونه جنګیالي له سوريې څخه عراق ته استول شوي


عراق تر دې مخکې هم د داعش غړو سلګونه کورنۍ تسلیم شوې
عراق تر دې مخکې هم د داعش غړو سلګونه کورنۍ تسلیم شوې

په عراق کې چارواکي وايي چې د داعش ۵۰ عراقي جنګیالي، چې د سوریې په شمال-ختیځ کې د کردي جنګیالیو تر کنترول لاندې سیمو کې بندیان وو، عراق ته استول شوي او قانوني چلند به ورسره کېږي.

دعراق د ګډو عملیاتو مشر نن چهارشنبه جون لومړۍ (غبرګولي ۱۲) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د سوریې دموکراتیک ځواکونو دا جنګیالي د «رابعه» په سرحدي پوسته کې عراقي ځواکونو ته سپارلي دي.

په اعلامیې کې راغلي دي چې د عراق د کورنیو چارو وزارت د استخباراتو څانګه به له دغو جنګیالیو څخه پوښتنې ګروېږنې کوي او وزارت به «ټول لازم قضايي اقدامات» ترسره کوي.

د عراق حکومت زرګونه کسان د داعش سره د تړاو په تور نیولي او د قانون منګولو ته یې سپارلي دي، د عراق د تروریزم ضد قانون دا ډول خلکو ته د اعدام سزا ټاکلې ده.

د داعش ډلې د جنوري په شلمه نیټه په سوریه کې د «غویران» په زندان برید وکړ، په دغه زندان کې ۳۵۰۰ مشکوک داعش غړي بندیان دي. په برید کې سلګونه کسان ووژل شول او ژوبل شول. له دغه برید وروسته د سوریې دموکراتیک ځواکونو د داعش د بندیانو د ساتلو له کبله د ممکنه خطرونو په اړه خبرداری ورکړ.

د عراق یو پوځي چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې نژدې ۳۵۰۰ عراقيان د سوریې د کرد په زندانونو کې او ۳۰۰۰ نور عراقیان، چې ۲۰۰۰ یې ماشومان په کې دي، د سوریې د الهول په کمپ کې ساتل کېږي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو په اساس شاوخوا ۶۵۰۰۰ کسان، چې ۲۸۰۰۰ یې سوریایان، ۳۰۰۰ یې عراقیان اولس زره یې د نورو هېوادونو وګړي دي، د الهول په کمپ کې ساتل کېږي.

په داسې حال کې چې ځينې نور هېوادونه نغواړي هغه وګړي یې وروسپارل شي چې د داعش په لیکو کې وو، خو د عراق حکومت لږ تر لږه۴۵۰ کورنۍ له دغه کمپ څخه انتقال کړي دي.

د عراق حکومت په ۲۰۱۷ د داعش په ضد د بري اعلان وکړ خو لا هم د دغې ډلې یوه برخه د عراق په لویدیځ او شمالي صحرا کې وخت ناوخت فعالیت کوي.

ملګري ملتونه وايي د داعش ډله لا هم په عراق او سوریه کې د «۶۰۰۰ او ۱۰۰۰۰ ترمنځ جنګیالي» لري.

XS
SM
MD
LG