د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په مشرۍ د داعش ضد نړیوال ایتلاف غړي مراکش کې راغونډ شوي


په عراق کې د داعش ضد جنګیالي
په عراق کې د داعش ضد جنګیالي

د عرب لیګ، ناټو او انټرپول نړیوالو پولیسو په ګډون د شاوخوا ۸۴ هېوادونو او سازمانونو وزیران او استازي په مراکش کې راټول شوي چې د داعش ډلې او جنګیالیو د ماتولو لپاره په نړیوال ایتلاف خبرې او بحثونه وکړي.

داعش په افریقا او منځني ختيځ کې یو دایمي خطر ګڼل کېږي چې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له کبله په دې وروستیو کې له پامه غورځېدلی و، خو د امریکا متحده ایالتونه وايي چې د داعش په مرکز د یوې بلې وچې د بدلېدو د مخنیوي لپاره اوس هم ناوخته نده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايي چې د ایتلاف دا غونډه نن چهارشنبه مۍ ۱۱ (غوايي ۲۱) جوړه شوې چې «په نړۍ کې به د داعش په ډلې باندې د فشارونو د ساتلو په لارو چارو» باندې تمرکز کوي.

د مراکش د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې هم ویل شوي دي چې په دې غونډې کې به د داعش تر کنترول لاندې سیمو کې د ثبات په ټېنګښت،د دغې ډلې د افراطي تبلیغاتو ضد په ستراتېژیکو روابطو او د بهرنیو جنګیالیو د ځپلو په اړه خبرې او بحثونه وشي.

خو د داعش د ماتولو په نړیوال ایتلاف کې د امریکا د ځانګړي استازي مرستیال داګ هویت تر غونډې مخکې امریکا غږ ته ویلي وو چې په دې غونډې کې به ډېر تمرکز په افریقا وي چې په خبره يې د داعش ګواښ هلته زیات دی.

ښاغلي هویت زیاته کړه: «دا یو ډېر جدي ګواښ دی. موږ د زرګونو [جنګیالیو] په اړه خبرې کوو. تر هر څه مخکې د داعش متحدین ډېر د اندېښني وړ دي چې د افریقا په جنوب کې فعال دي، شمېر یې ښه زیات او قلمرو یې ښه پراخ دی.»

ټاکل شوې وه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د مراکش د بهرنیو چارو له وزیر ناصر بوریتا سره یو ځای د دغې غونډې مشري وکړي ، خو ښاغلی بلینکن د کرونا په ویروس اخته شو او اوس به یې په ځای بله امریکايي دپلوماته ویکتوریا نولند د غونډې مشري کوي.

دا غونډه له هغې درې کاله وروسته کېږي چې دغه ایتلاف د سوريې له جنګیالیو سره د داعش د ځپلو په برخه کې مرسته وکړه چې په سوریه او عراق کې د دغې ډلې تش په نامه خلافت ړنګ کړي.

د دغه خلافت له ړنګېدو وروسته داعش جنګیالي هلې ځلې کوي چې په افریقا کې خپل حضور پراخ کړي.

په ۲۰۱۴ کې په عراق او سوریې کې د داعش له لوري د ډېرو سیمو تر نیولو وروسته دا نړیوال ایتلاف جوړ شو او دا مهال شاوخوا ۸۴ هېوادونه او نړیوال سازمانونه یې غړي دي.

XS
SM
MD
LG