د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریې کې د ۱۵۰ نه زیات خلګ وژل شوي


د سوریې مخالفین وايي چې حکومتي ځواکونو پرون د پنجشنبې په ورځ د حما په ولایت کې پر یوه کلي باندي برید وکړ د ۱۵۰ کسانو نه یې زیات خلګ یې ووژل. حکومتي ځواکونه په هلیکوبترو او ټانکونو سمبال وو.

فعالین او عیني شاهدان وايي چې حکومتي قواوو د تریمیسا پر کلي باندي برید وکړ. د وژل شویو کسانو تخمین تر ۲۲۰ کسو پوري شوی دی.

د سوریې حکومتي مطبوعاتو ویلي دي چې د سوریې قواوو په سیمه کې د یوې وسله والې ډلې سره نښته کړې ده او د تل په څیر یې پر دې ډلې باندي د ترهګرو نوم اېښی دی.

د ملګرو ملتونو خاص استاځي کوفي عنان نن د جمعې په ورځ د یوې بیانیې په ترڅ کې وویل چې هغه د سوریې نه د رارسیدلو خبرونو له امله سخت شاک شوی دی او په دغه هیواد کې تاوتریخوالی په سختو الفاظو غندي.

دغه قتل عام په داسي حال کې کېږي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سوریې د حکومت پرضد د نویو سختو بندیزونو پر لګولو باندي بحث کوي که چیري دغه هیواد پر ملکیانو باندي خپلو بریدونو ته ادامه ورکړي .

روسیې خبرداری ورکړی دی چې د لویدیځ په ملاتړ پریکړه لیک به ویټو کړي او غواړي چې د ملګرو ملتونو نظارتي ماموریت د درو نورو میاشتو دپاره تمدید شي.

XS
SM
MD
LG