د لاس رسي وړ اتصالات

سوریې د یاغیانو څخه یو مهم ښارګوټی نیولی


سوریه وایي چي عسکرو یې د لبنان سرحد ته نژدې یو سټراټیژیک ښاګوټی چي اسلامي یاغیانو تیره اونۍ اشغال کړی و، له هغوي څخه بیرته نیولی دی.

د سوریې دولتي مطبوعاتو ویلي دي چي حکومتي قواو پرون د پنجشنبې په ورځ د ( دیر عطیه) د ښارګوټي کنټرول وروسته له هغه تر لاسه کړ چي د النصره د جبهې د عراق د اسلامي دولت او د لیوانت په نامه جهادي ډلي یې ددغه ښارګوټي نه پسې واخیستې.

د ( دیر عطیه) ښارګوټی ددمشق په شمال کي د ( قلمون) په سیمه کي موقعیت لري هغه د دمشق او حمص د ښارونو تر منځ د یوې مهمي لویي لاري په سر پروت دی.

یاغیان د ( قلمون) نه د یوې اډې په توګه استفاده کوي چي د لبنان څخه تدارکي مواد راوړي. یوه اونۍ کیږي چي د سوریې حکومت د یاغیانو په مقابل کي تعرضي عملیات پیل کړي دي چي د هغوي دغه تدارکاتي لاري قطع کړي.

په برتانیه کي دیره د سوریې د( آبزروېټري) په نامه د بشري حقونو مؤسسې ویلي دي چي د سوریې عسکرو د ( دیر عطیه) تقریبا بشپړ کنټرول تر لاسه کړی دی. دغي مؤسسې دا هم ویلي دي چي په دې ښارګوټي کي په دې جګړه کي پنځه تنه ډاکټران او څلور تنه نور د طبي چارو کارکونکي وژل شوي دي.

د سوریې د جمهوررئیس بشار اسد حکومت کوښښ کوي مخکي له دې چي د جنوري په ٢٢مه په ژینیو کي د سولي کنفرانس جوړ شي، د یاغیانو په مقابل کي خپل دریځ پیاوړی کړي.
XS
SM
MD
LG