د لاس رسي وړ اتصالات

بانکي مون: د سوریې په هکله باید موقع د لاسه ونوځي


د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون روسیې ته رسیدلی دی او هلته یې ویلي دي چې د سوریې په هکله د سولې په راتلونکي کنفرانس کې باید لاس ته راغلې موقع د لاسه ورنکړل شي.

ښاغلي بان د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د امریکا د باندنیو چارو د وزیر جان کیري او د روسیې د باندنیو چارو د وزیر سرګي لاروف ترمنځ د خبرو وروسته چې کوم فرصت په لاس راغلی دی باید نور هم پسي غېښتلای کړل سي نه دا چي د لاسه ووځي. نوموړي دغه راز دا هم وویل چې د ملګرو ملتونو ټیم دې ته چمتو دی چې هغې ادعاګانې وڅېړي او په هکله یې پلټنې وکړي چې وايي د ولسمشر بشرالاسد حکومت پر خپلو مخالفینو باندي د کیمیاوي وسلو څخه کار اخیستی دی.

ښاغلی بانکي مون به د تورې بحیرې د سوچي په یوې تفریګاه کې د روسیې د ولسمشر ویلادمیر پوتین سره وګوري او د سوریې پر مسلې به خبرې ورسره وکړي.


ښاغلي لاروف هم د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د خبرو سره موافقت ښکاره کړ او ویې ویل چې د سوریې په هلکه چې هر څومره ژر یو نړیوال کنفراس جوړ شي هغومره ښه دی. نوموړي دغه راز پر سوریې باندي غږ وکړ چې ملګرو ملتونو ته دي اجازه ورکړي چې دا وڅاري چې سوریې خو به د خپلو مخالفینو پرضد د کیمیاوي وسلو څخه کار اخیستی نه وي.

روسیه وايي چې د سوریې په هکله په خبرو کې باید د سوریې متحد ایران او د لویدځ متحد سعودي عربستان ته هم موقع ورکړل شي او پر امریکا یې تور ولګوی چې هڅه کوي چې د سوریې په هکله په نړیوال کنفرانس کې د ګډونوالو شمیر محدود کړي.

د جمعې په ورځ د امریکا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ریپوټ ورکړ چې روسیې سوریې ته د کښتۍ ضد کروز میزایلونه استولی دي. خو په عین وخت کې روسیې دا هم ویلي دي چې د بشرالاسد په قدرت کې پاته کېدو هیڅ علاقه نلري.


د پنجشنبې په ورځ په امریکا کې میشتې د بشري حقوقو د څار ډلې ویلي دي چې داسي شواهد لري چې د حکومت د امنیتي دستګاه ځینو ډلو د سوریې د رقا په ښار کې خلګ په جبري او خودسره ډول نیولي دي او په بند کې یې شکنجه کړي دي. دغه ډلې ویلي دي چې اسناد یې هغه مهال ترلاسه کړي دي چې د رقا ښارګوټی د روان کال په پیل کې د بشرالاسد ضد قواوو په واک کې ورغی.
XS
SM
MD
LG