د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو پوځي فعالیتونه پای ته ورسول

د سوریې مؤقت ولسمشر احمد الشرع او د سوریې د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو مشر مظلوم عبدي.
د سوریې مؤقت ولسمشر احمد الشرع او د سوریې د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو مشر مظلوم عبدي.

د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو مشر مظلوم عبدي، وايي چې د کردانو په مشرۍ دغه ډله به نوره د یوه جلا پوځي ځواک په توګه فعالیت نه کوي او د سوریې له دولتي ادارو سره به یوځای شي.

عبدي دا اعلان په دمشق کې وروسته له هغې وکړ چې د ولسمشر احمد الشرع له حکومت سره یوې داسې هوکړې ته ورسېدل چې له مخې یې د سوریې دیموکراتیک او اړوند ځواکونه به د دولت تر کنټرول لاندې راشي.

په واشنګټن کې د دغه اعلان هرکلی شوی دی. د سوریې لپاره د امریکا ولسمشر ځانګړي استازي، ټام بارک، دغه پرېکړه وستایله او دا یې یو تاریخي پرمختګ وباله.

دا بدلون په سوریه کې د پراخو سیاسي تحولاتو په ترڅ کې رامنځته کېږي، چې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د پخواني ولسمشر بشار الاسد له واکه تر لیرې کېدو وروسته پیل شوي دي.

له هغه وخت راهیسې امریکا د ولسمشر احمد الشرع په مشرۍ د دمشق له نوي حکومت سره خپلې اړیکې نږدې کړې دي.

عبدي په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د خبرو پر مهال وویل، چې د سوریې له پوځ سره د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو د یوځای کېدو بهیر بشپړ شوی دی. هغه دغه اقدام د سوریې لپاره یو مهم بدلون وباله او ویې ویل، هېواد باید له وسله والې جګړې څخه د سولې، بیارغونې او سیاسي ثبات پر لور واوړي.

د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو د اسلامي دولت یا داعش پر ضد په جګړه کې مهم رول درلود او د څو کلونو لپاره یې د سوریې په شمال ختیځ کې پر پراخو سیمو کنټرول درلود.

خو د روان کال په پیل کې د حکومت د ځواکونو له پوځي عملیاتو وروسته د دغه ډلې وضعیت بدل شو او تر کنټرول لاندې د سیمو ډېره برخه یې له لاسه ورکړه.

د دواړو لورو ترمنځ د شوې وروستۍ هوکړې له مخې به د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو غړي د سوریې په پوځ او نورو دولتي ادارو کې شاملېږي. په هوکړه کې د کردانو د کلتوري، مدني او ښوونیزو حقونو په اړه هم ژمنې شاملې دي.

مظلوم عبدي وویل، د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو د هېواد د جګړې په تر ټولو سختو کلونو کې مهم مسؤلیتونه پر غاړه لرل. خو د هغه په وینا، د سوریې د سیاسي او امنیتي وضعیت له بدلون سره اوس نوي چلند ته اړتیا ده.

عبدي د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو د یوه خپلواک پوځي جوړښت په توګه د فعالیت پای ته رسېدل، د کلونو جګړو د پای او د هېواد د بیارغونې پر لور یو ګام وباله.

د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو د دولت له پوځي او اداري جوړښتونو سره یوځای کېدل ښايي د سوریې پر پوځي او سیاسي توازن د پام وړ اغېز ولري، په ځانګړي ډول د هېواد په شمال ختیځ کې، چې د کردانو په مشرۍ ځواکونو له کلونو راهیسې پکې د پام وړ واک درلود.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG