د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې د چاودنو پړه پر سوریې وراچولې


د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال وايي چې د شنبې د ورځې د دوو موټر بم چاودنو په تور یې ۹ کسه نیولي دي. په دغو چاودنو کې لږ تر لږه ۴۳ کسه ووژل شول.

ښاغلي بایسر اتلي د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د برید په تړاو اوس د نهو کسانو څخه تحقیقات کېږي. د یادشویو کسانو له جمعې نه ځینو یې اعطراف هم کړی دی. د رویټرس خبري آژانس وايي چې نیول شوي کسان ټول د ترکیې اتباع دي.

د یکشنبې په ورځ وختي د سوریې د اطلاعاتو وزیر وویل چې دمشق د ترکیې د شبنې د ورځې په چاودنو کې لاس نلري.

دغه چاودنې د ترکیې د ریحانیل په ښار کې چې د سوریې سره سرحد ته څیرمه موقعیت لري، رامنځ ته شوي دي.

د سوریې د اطلاعاتو وزیر ښاغلي عمران الزوبي په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې هیڅوک د دې حق نلري چې غلط اتهامات وارد کړي. نوموړي وویل چې د سوریې حکومت په دغو بمي چاودنو کې لاس نه درلودی.

د شنبې په ورځ د ترکیې د باندنیو چارو وزیر احمد داوود اغلوو د یادشویو چادونو پړه پر سوریې ورواچوله او وویل چې ترکیه ددغو بریدونو په ځواب کې د هرډول اقدام کولو حق لري.

تراوسه پوري هیچا د دې حملو مسولیت په غاړه نه دی اخیستی خو د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال پړه د سوریې پر حکومت وراچوي.
XS
SM
MD
LG