د لاس رسي وړ اتصالات

په دمشق کې د وضعیت د خرابېدو سره ملګرو ملتونو خپل کارمندان ایستلي دي


ملګري ملتونه وايي چې په سوریې کې خپل د ۱۰۰ کارمندانو له جملې نه پنځوس سلنه د مخ پر زیاتیدونکي تاوتریخوالي له کبله ددغه هیواد نه راباسي.

د ملګرو ملتونو مامورینو د دوشنبې په ورځ وویل چې په دمشق کې میشت د عرب لیګ او ملګرو ملتونو د خاص استاځي لخدر ابراهیمي اکثره کارمندان به قاهرې او لبنان ته انتقال شي.

د ملګرو ملتونو پاتو ۸۰۰ کارمندانو ته ویل شوي دي چې د خپلو کورونو څخه دي کار ته ادامه ورکړي.

د سوریې په پلازمېنې دمشق کې په دې ورستیو کې سختې بمبارۍ شوي دي. د دوشنبې په ورځ د سوریې په پلازمېنې کې د عمیاد څلورلاره په آوانونو وویشتل شوه. په دې سیمه کې د پوځ قرارګاوې، یو هوټل او د حکومت تلویزوني چینل موقعیت لري.

د سوریې حکومتي رسنۍ ویلي دي چې د آوانونو په دې بریدونو کې یو کس وژل شوی دی او څو تنه نور ټپیان شوي دي په داسي حال کې چې د سنا تلویزوني چینل ریپوټ ورکړی دی چې په یادشويو بریدونو کې ۶ تنه ټپیان شوي دي.

په عین حال کې د ملګرو ملتونو چارواکو هم ویلی دي چې د هغه هوټل څنګ ته چې د ملګرو ملتونو کارکونکي په کښي میشت دي څو آوانونه لګېدلي دي.
د سوریې فعالین وايي چې د سوریې د مبارزینو پر یوه قوماندان باندي د موټر بم برید شوی او ټپی شوی دی. نوموړی پخوا د سوریې په پوځ کې وو او لومړی قوماندان وو چې د پوځ د پوخ څخه د مخالفینو خوا ته ورواوښتی.

په بریتانیې کې میشتې د بشري حقوقو ډلې ویلي دي چې دغه چاودنه د میادین په ښارګوټي کې شوې ده او په نتیجه کې یې ریاض الاسد ټپي شوي دی. فعالین وايي چې اسد په پښه کې سخت ټپي شوی دی او د درملنې لپاره ترکیې ته انتقال شوی دی. د نوموړي روغتیايی وضیعت ښه بلل شوی دی.

اسد خپل پوځي مقام په ۲۰۱۱ کال کې پرېښودی او د آزادې سوریې د پوځ په نامه ډلې مشر شو.

همداشان د دوشنبې په ورځ اوردني چارواکو هم د سوریې سره خپله عمومي سرحدي لاره تړلې ده. دغه هېواد د سوریي ځواکونو او سوریې ضد ځواکونو ترمنځ د څو ورځو نښتو وروسته دغه پریکړه کړې ده.
XS
SM
MD
LG