د لاس رسي وړ اتصالات

د امنیت شورا د سوریې د پریکړه لیک مسوده تیاره کړې


د امریکا متحده ایالاتو او روسیې د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د سوریې د کمیاوي وسلو په برخه کې د پریکړه لیک پر مسودې باندي موافقه حاصله کړې ده.

د ملګرو ملتونو ۱۵ غړو هېوادونو د پنجشنبې په ورځ د تړلو دروازو شاته غونډه وکړه چې د یادشوې مسودې په هکله خبري وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر ویتلي چورکین داسي وویل،، دا مسوده په بشپړه توګه د هغه موافقې سره تطابق لري چې د روسیې د باندنیو چارو د وزیر لاروف او ښاغلي کیري ترمنځ په جینوا کې ترلاسه سوه. مونږ وتوانېدلو چې د دوو اونیوو په ترڅ کې د یادشوې موافقتنامې محتویات په یوې مسودې کې درج کړو.،،

که څه هم د ملګرو ملتونو په پریکړه لیک کې د پوځي برید په هکله څه نه دي ویل شوي چې که سوریې د شوې موافقنامې پر محتویاتو عمل ونکړ نو څه به وشي خو په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره سمانتا پاور وايي چې د سوریې عدم اقدام به پرته له عواقبو نه وي. ښاغلي پاور داسي وویل،،د دې پریکړه لیک په ترڅ کې به دا واضیح شي چې که چیري سوریه عمل ونکړي نو عواقب به ولري. دا ډیره مهمه ده. دا لومړی ځل دی چې د سوریې په دوه نیم کلنې جګړې کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر سوریې باندي مکلفیت وضع کړی دی.،،

د جمعې په ورځ ښايي به پر یادشوي مسودې باندي رای ګیري وشي.
د سوریې ولسمشر د روانې اونۍ په پيل کې وروسته له هغه نه چې د امریکا له خوا ورته نظامي ګواښونه وشول دا ومنله چې خپل کیمیاوي وسلې وسپاري. د سوریې په مربوطاتو کې د کمیاوي وسلو د استعمال له کبله په سلګونو تنه سوریه یان ووژل شول.
XS
SM
MD
LG