د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ شل اوریز نړیوال جام کې پاکستان خپله دویمه لوبه هم وګټله


د پاکستان او نیوزلنډ د لوبې یوه څنډه
د پاکستان او نیوزلنډ د لوبې یوه څنډه

په متحدو عربو اماراتو کې د نړیوال ۲۰ اوریز جام د سیالیو په لړ کې د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۲۶ (لړم۴) دوې لوبې وشوې.

په لومړۍ لوبه کې د پاکستان د لوبډلې کپټان بابر اعظم د پچې له ګټلو وروسته د توپ اچوونې پرېکړه وکړه او نیوزلنډ پاکستان ته د ۱۳۵ منډو هدف ورکړ.

پاکستان دغه هدف د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۱۹م اور کې پوره کړ او لوبه یې وګټله.

د پاکستان بله لوبه د جمعې په ورځ له افغانستان سره ده. افغانستان خپله لومړۍ لوبه تېره ورځ له سکاتلنډ څخه وګټله.

څه باندې یوه میاشت مخکې د نیوزلنډ د کرکټ لوبډلې په پاکستان کې خپلې پلان شوې لوبې لغوه کړې. د نیوزلنډ کرکټ لوبډله پاکستان ته تللې وه او د یوې لوبې په سهار یې ناببره اعلان وکړ چې د امنیتي اندېښنو له کبله نشي کولای په پاکستان کې لوبې وکړي. د نیوزلنډ کرکټ بورډ بیا خپل لوبغاړي له پاکستان څخه واېستل.

د پاکستان کرکټ بورډ د نیوزلنډ په دې پرېکړې سخت پارېدلی و او نیوزلنډ یې تورن کړی و چې د پاکستان حیثیت ته یې زیان رسولی دی. په ټولنیزو رسنیو کې د پاکستان د کرکټ مینه والو له پاکستاني لوبغاړو غوښتي وو چې د نیوزلنډ د هغې پرېکړې غچ د لوبې په ګټلو واخلي.

د سه شنبې په ورځ د پاکستان تر لوبې مخکې د ویسټ انډیز اوجنوبي افریقا ترمنځ هم لوبه وشوه چې جنوبي افریقا وګټله.

د ویسټ انډیز لوبډلې جنوبي افریقا ته د ۱۴۳ منډو هدف ټاکلی و چې هغوی هم د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړې.

د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام سیالۍ په لوبې په متحدو عربو اماراتو کې روانې دي.

سبا چهارشنبه د انګلنډ او بنګله دېش او نمیبیا اوسکاتلنډ ترمنځ لوبې دي.

XS
SM
MD
LG