د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د کرکټ په نړیوال ۲۰اوریز جام کې لومړۍ لوبه وګټله 


شهزاد محمدي او حضرت الله ځاځي افغانستان ته د منډو ښه پیل وکړ
شهزاد محمدي او حضرت الله ځاځي افغانستان ته د منډو ښه پیل وکړ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال ۲۰ اوریز جام په سیالیو کې په لومړۍ لوبې کې سکاتلنډ ته ماتې ورکړه.

دا لوبه د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۲۵ (لړم۳) په شارجه کې وشوه. کپتان محمد نبي د پچې له ګټلو وروسته د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

افغانستان په شل اورونو کې سکاتلنډ ته د ۱۹۱ منډو هدف ورکړ، خو هغوی دا هدف پوره نشو کړای.

افغان توپ اچوونکو د سکاتلنډ ټوله لوبډله په۸۰ منډو وسوځوله.

د افغانستان په توپ اچوونکو کې مجیب الرحمن د سکاتلنډ پنځه لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

راشد خان څلور لوبغاړي او نوین الحق د سکاتلنډ یو لوبغاړی وسوځول.

په افغان توپ وهوونکو کې تر ټولو ډېرې ۵۹ منډې نجیب ځدراڼ وکړې. حضرت الله ځاځي ۴۴، شهزاد محمدي ۲۲ او کپتان محمد نبي ۱۱ منډې وکړې.

دا د کرکټ په نړیوال شل اوریز جام کې د افغانستان لومړۍ رسمي لوبه وه.

د لوبې په پیل کې د افغانستان «ملي سرود» وغږول شو او همدغه راز یې «ملي بیرغ» هم ورپول شو.

تر لوبو مخکې داسې وړاندوینې وې چې شاید دا کار ونشي، ځکه چې طالبان په افغانستان کې حاکم دي او د هغوی بیرغ «سپین» دی او لا یې د ملي سرود په اړه هم خپل رسمي دریځ څرګند کړی نه دی.

افغانستان تر دغې لوبې مخکې دوې تمریني لوبې وکړې چې پر جنوبي افریقا یې وبایلله او له ویسټ انډیز څخه یې وګټله.

د افغانستان دویمه لوبه د جمعې په ورځ له پاکستان سره ده. پاکستان تېره ورځ د روان جام مدعي او کوربه ټیم هند ته ماتې ورکړه.

XS
SM
MD
LG