د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: تایوان باید د چین احتمالي یرغل ته چمتو وي


د تایوان پوځ
د تایوان پوځ

د امریکا د ملي امنیت د شورا مشاور رابرټ اوبراین وایي چې تایوان باید د چین احتمالي یرغل ته پوره چمتوالی ولري.

ښاغلي اوبراین دا څرګندونې د اسپین په انستیتیوت کې د یوې انلاین غونډې پر مهال وکړې.

هغه وویل: «زه فکر کوم چې تایوان باید په ځینو بالمثل او ځینو سیمو ته د لاسرسي-ضد په تګلارې باندې غور وکړي او خپل ځان دومره غښتلی کړي چې د چین هوايي او ځمکني یرغل او د خړ زون د عملیاتو مخه ونیسي.»

د خړ زون اصطلاح په اقتصادي، سیاسي،‌ معلوماتي او نظامي برخو کې ځینو پاروونکو او جبري اقداماتو ته کارول کیږي.

رویټرز اژانس وايي چې چین تایوان خپله برخه بولي او وايي چې باید بېرته ورسره یو ځای شي آن که د ځواک په کارولو هم دا کار کیږي.

خو ښاغلي اوبراین دا خبره وکړه چې داسې نه ښکاري چې چین دې پر تایوان یرغل ته چمتو وي.

ښاغلي اوبراین څو ورځې مخکې هم پر تایوان غږ کړی و چې پر خپلې دفاع ډېر لګښت وکړي، اصلاحات راولي او چین ته پر تایوان د یرغل د هڅې خطرونه په ګوته کړي.

هغه په زوره د تایوان د بیا نیولو د هرې هڅې په اړه خبرداری ورکړی.

دا په داسې حال کې دي چې د راپورونو په اساس امریکا غواړي پر تایوان یو شمېر پرمختللې وسلې او پوځي وسایل وپلوري، چین په دغه کار پارېدلی دی.

XS
SM
MD
LG