د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د چین په وړاندې فشارونه نور هم زیات کړل


ټرمپ وايي د هانګ کانګ خپلواکي ته باید درناوی وشي
ټرمپ وايي د هانګ کانګ خپلواکي ته باید درناوی وشي

جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ (جولای ۱۴) داسې یو قانون توشیح کړ چې له مخې یې پر هغو چینايي چارواکو بندیزونه لګول کیږې چې د هانګ کانګ خپلواکۍ ته درناوی نه کوي.

د کانګرس د دواړو مجلسونو له خوا دغه منل شوی قانون به د هانګ کانګ خپلواکۍ او آزادۍ ته د نه درناوي په صورت کې پر بیجینګ سخت فشارونه عملي کړي.

جمهور رئیس ټرمپ همدارنګه د یوه اجرایوي فرمان په صادرولو سره د هانګ کانګ د ازادۍ ملاتړ اعلان او له چین سره یې ددې سیمې وابستګي پای ته ورسوله کوم چې له دې وروسته به هانګ کانګ سره د چین په شان چلند کیږي.

ښاغلي ټرمپ وویل: " نن مې داسې یو قانون او اجرایوي فرمان لاسلیک کړل چې د هانګ کانګ د اوسیدونکو په وړاندې د چین د ځپونکو اقداماتو حساب کتاب وشي."

د هانګ کانګ د خپلواکۍ قانون، پر هغو اشخاصو او شرکتونو بندیزونه لګوي کوم چې له چینايي چارواکو سره تجارت کوي، هغه کسان چې د هانګ کانګ لپاره د بیجینګ د نوي امنیتي قانون په عملي کیدو کې مرسته کوي.

دا قانون جمهور رئیس ته دا قدرت هم ورکوي څو د چینایي چارواکو شتمنۍ ضبط کړي او امریکا ته د هغوی د راتګ مخه ونیسي.

د امریکا حکومت روانه اوونۍ په دې وتوانید چې بریټانیا وهڅوي څو د چین د سترې مخابراتي کمپنۍ هواوي 5G شبکې مخه ونیسي.

ټرمپ په دې وروستیو کې وویل له چین سره یې اړیکي د کرونا ویروس سره د هغه هیواد د مبارزې د څرنګوالي له امله ډیرې خرابې شوي او دی لیوال ندی چې بیجینګ سره د تجارتي قرار داد د دویم فاز په اړه خبري وکړي.

بلخوا وروسته له هغه چې واشنګټن د تایوان لپاره د ۶۲۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د پرمختللو مزایلو بسته منظور کړه، چین د "لاک هیډ مارټین" په نامه د امریکا پر یوه دفاعي شرکت بندیزونه ولگول.

چین همدارنګه پر دوو جمهوري غوښتونکو سناتورانو مارکو روبیو او ټډ کروز چې د هغه هیواد په وړاندې سخت دریځ لري، هم بندیزونه ولګول.​

XS
SM
MD
LG