د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان – تاجکستان د ریل ګاډي پټلۍ غځولو کار پیلیږي


د ترکمنستان نه د افغانستان د آقینه سرحد پورې د ریل گاډي پټلۍ غزول شوې ده
د ترکمنستان نه د افغانستان د آقینه سرحد پورې د ریل گاډي پټلۍ غزول شوې ده

د افغانستان - تاجکستان ترمنځ د ریل گاډي د پټلۍ د غځولو کار په روان کال کې پیل کیږي.

د افغانستان د ریل گاډي د ادارې مقاماتو ویلي دي چې د ډیزاین کارونه بشپړ شوي او تاجکستان ښایي افغانستان ته د ریل ګاډي د پټلۍ د غځولو کار د ٢٠١٨ کال په پای کې پیل کړي.

د افغانستان د ریل گاډي اداره د فواید عامې په وزارت کې یو نوی جوړ شوی سازمان دی. ددې ادارې د رئیس محمد یما شمس په مشرۍ یو پلاوي پدې وروستیو کې تاجکستان ته سفر کړی چې ددغې پروژې په اړه خبرې وکړي او د دواړو هیوادونو تخنیکي ټیمونو د جولاۍ له ١١ نه تر ١٢ پورې سره په اړوند مسایلو خبرې کړې دي.

دغه نوې پټلۍ به د تاجکستان د کولخوزآباد نه پیل شي او پنځوس کیلومتره جنوب خواته د پنج پایان پر لوري غځول کیږي او بیا د پنج له سیند نه، چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ سرحد دی تیریږي او د افغانستان شیرخان بندر ته رسیږي.

د تفاهم لیک سره سم، د آمو سیند باندې د پل جوړول، او د شیرخان بندر د اوسپڼی پټلۍ د پروژی جوړولو لپاره د اړینو بسپنو تمویل د تاجکستان هیواد لخوا ورکول کیږی او تاجکستان په افغان سرحد کې د ریل د تم ځای د جوړولو لگښت ورکړي.

تمه ده چې دغه پټلۍ به د افغانستان د شیرخان بندر څخه د کندز ښار پورې په ٦٥ کیلومتره واټن وغزول شي او بیا به د ترکمنستان - افغانستان - تاجکستان د پیشهناد شوي ریل گاډي د غزولو د یوې برخې په توګه مزار شریف ته هم اوږده شي.

افغان مقاماتو ویلي دي چې په اوږد مهال کې به دا پروژه د افغانستان له لارې ایران او چین ته د ریل ګاډي د دهلیز د یوې برخې په توګه پلې شي.

د تاجکستان د ریل ګاډي د پټلۍ د غزولو سربیره د ترکمنستان د ریل ګاډي پټلۍ د افغانستان د آقینه بندر پورې غزول شوې او د ایران د ریل ګاډي پټلۍ د اسلام قلعه تر بندره رسیږي.

XS
SM
MD
LG