تاجک مقامات وایي یو خپلواک ژورنالست یې د سخت دریځۍ او د حکومت د غندنې په تور نیولی دی.
د فرانس پرس اژانس په وینا د تاجکستان د حکومت دغه اقدام داسې اندیښنې زیږولي چې حکومت د پارلماني انتخاباتو په درشل کې سیاسي مخالفین ځپي.
د تاجکستان لوی څارنوال په یوه اعلامیه کې ویلي چې تاجک ژورنالست دلیر شریفوف د ٢٠١٣ کال نه تر ٢٠١٩ کال پورې څه دپاسه ٢٠٠ مقالې او تبصرې خپرې کړي چې په کې د سخت دریځۍ اړوند محتویات شته.
اعلامیه دا هم وایي چې ددغه ژورنالست په چاپ شویو مقالو کې شاوخوا ١٠٠ مقالې د اخوان المسلمین د سخت دریځې ډلې پورې مربوطې وې. د اخوان المسلیمن اړوند غورځنگ فعالیت په ٢٠٠٦ کال کې په تاجکستان کې غیر قانوني اعلان شو.
تاجک چارواکو ویلي چې د جنورۍ په میاشت کې یې څه دپاسه ١٠٠ تنه د اخوان المسلمین ډلې سره په تړاو نیولي دي.
د سیاسي مخالفینو دغه نیونې پداسې حال کې کیږي چې تاجکستان د مارچ په میاشت کې پارلماني ټاکنو او د نومبر په میاشت کې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته تیاری نیسي.
ښاغلی شریفوف دمخه تر دې چې خپلواکو رسنیو ته لیکنې پیل کړي د تاجکستان د دولتي تلویزیون د مشهورو څیرو څخه و. هغه ځنې وخت په خپلو تبصرو کې ویلي وو چې مسلمانان په هیواد کې د خپل د اسلامي مناسکو په ادا کولو کې له ستونزو سره مخامخ دي.
ښاغلی شریفوف په ٢٠١٢ کې د یو مدني فعالیت د پیل کولو وروسته وهل شوی او ټکول شوی و، خو پر هغه تیري کوونکي هیڅکله هم ونه نیول شول.
هغه تیر کال یوې تاجک آنلاین وییپاڼې ته چې له لویدیځ څخه تمویلیږي یوه مقاله لیکلې وه چې نوم یې و "محمد سوله غوښتله او د تروریزم ضد" و.
د تاجکستان لوی څارنوال ندي ویلي چې د هغه کومه مقاله د سخت دریځۍ اړوند وه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تیر کال ویلي وو چې تاجکستان په سیستماتیکه او جدي توگه د مذهبي آزادیو مخنیوی کوي او دا هیواد یې د میانمار، چین، ایریتریا، ایران، شمالي کوریا، پاکستان، سعودي عربستان او ترکمنستان سره یوځای د هغو هیوادونو په لست کې شامل کړ چې د مذهبي آزادیو مخه نیسي.