د لاس رسي وړ اتصالات

تاجیکستان د افغانستان سره په ګډه پوله ۲۰ زره پوځ ځای پر ځای کوي


تاجیکستان ویلي پلان لري شل زره عسکر د افغانستان سره په ګډې پولې ځای پر ځای کاندي.
تاجیکستان ویلي پلان لري شل زره عسکر د افغانستان سره په ګډې پولې ځای پر ځای کاندي.

د تاجکیستان جمهور رئیس علي رحمان امر کړی چې د افغانستان سره په ګډې پولې دې ۲۰ زره پوځ ځای پر ځای شي.

ښاغلي رحمان د دوشنبې په ورځ جولای ۵ (چنګاښ۱۴) د افغانستان او روسیې د جمهور رئیسانو تر څنګه د سیمې د یو شمیر هیوادونو او متحدینو سره د اړیکې نیولو نه وروسته دغه امر کړی.

په همدې حال کې کرملین وړایي چې جمهورر ئیس ولادمیر پوتین د تاجیکستان جمهور رئیس ته ډاډ ورکړی چې د اړتیا په صورت کې د دوشنبې سره د پولو د امنیت په ساتلو کې همکارۍ ته تیار دی.

د مرکزي آسیا د نورو هیوادونو په شان مسکو په تاجیکستان کې نظامي اډه لري او پدې هیواد کې یې توپونه، ټانګونه او جنګي الوتکې ځای پر ځای کړیدي.

د افغانستان جمهوري ریاست هم د تاجیکستان د جمهور رئیس علي رحمان سره د جمهور رئیس محمد اشرف غني د مکالمې په هکله په یوې خبر پاڼې کې ویلي، "دواړو خواوو د هغو افغانانو په هکله خبرې وکړلې چې د تاجیکستان پولې سره نږدې د طالبانو د ظلم او تشدد د لاسه یې دې هیواد ته پناه وړیده. "

د تاجیکستان جمهورِ ریاست هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې ښاغلي رحمان د ګډې پولې د سیمو په وضعیت او تاجکیستان ته د افغانستان د ځواکونو په اوښتو اندیښنه ښودلې.

XS
SM
MD
LG